د فارن فنډنګ په حقله د حافظ حسېن احمد د اعتراف په بنياد د مولانا فضل الرحمان په ضد الېكشن كمېشن كښې درخواست دائر كړے شو۔ فرخ حبيب

image

اسلام آباد 26 جنوري(اے پي پي) د تحريكِ انصاف د قامي اسمبلۍ غړي فرخ حبيب وئيلي دي د مولانا فضل الرحمان په ضد د ھغوي د ګوند سينئر لارښود حافظ حسېن احمد ټاك شوز كښې د فارن فنډنګ د اعتراف په بنياد الېكشن كمېشن كښې درخواست دائر كړے شوے، الېکشن کمېشن مولانا فضل الرحمان او حافظ حسېن احمد هم د فرورۍ په 24مه نيټه غوښتي دي٬ د فارن فنډنګ بنياد لرونكې ټول ګوندونه راغونډ شوي او د فارن فنډنګ پوښتنه كوي۔ د نهې په ورځ الېكشن كمېشن د جمعيت علماﺀ اسلام په ضد فارن فنډنګ تحقيقات لپاره د درخواست جمع كولو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې فرخ حبېب ووئيل حافظ حسېن احمد څو ځله په ميډيا ټاك شوز كښې اعتراف كرے چې مولانا فضل الرحمان د عراق او ليبيا څخه فارن فنډنګ اخستے دے٬ بايد تحقيقات وكړې شي۔ ده ووئيل په تحريك انصاف د فارن فنډنګ تور لګولېے شوے او د الېكشن كمېشن په وړاندې احتجاج ئې كولو خو اوس د دوي د فارن فنډنګ په اړه كارنامه رامخئ ته شوې۔ده ووئېل د مولانا فضل الرحمان د ډي آئي خان او چك شهزاد جائيدادونه هم په دې سرمايه اخستې شوي٬ ۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمان به تېښتې ته نه پرېږدو ځواب به وركوي۔ ده ووئيل د فارن فنډنګ بنياد نواز شريف اېښودے او هغه اسامه بن لادن څخه د يوې مېرمنې حكمرانۍ خاتمې لپاره لس مېليونه ډالره اخستي او بې نظير بهټو خپل آپ بيتي كښې په دې لړ كښې ليكلي دي۔ ده ووئيل عمران خان دوي چېلنج كړي وٶ چې په سکروټني کمېټۍ كښې د فارن فنډنګ کېس سماعت دې اوپن وكړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب فرخ حبيب ووئيل مونږ سکروټني کمېټۍ ته ټول رېكارد وركړے او مريم نواز او مولانا فضل الرحمان دې هم خپل رسيدونه وركړي٬ مولانا فضل الرحمان دې اووائي چې ھغه د كومې اېجنډې له مخئ فارن فنډنګ اخستے ، آيا لانګ مارچ لپاره هم فارن فنډنګ شوے ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں