اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر﴿اېن سي او سي﴾ په هېواد كښې د كورونا وائرس د وبا په اړه تازه شمېرې جاري كړي. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 1910 كېسونه رپورټ شوي او نور 64 كسان په دې وبا په حق رسېدلي. د شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا 40 زره 821 ټېسټونه شوي . په بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته. په هېواد كښې په وېنټي لېټر د پرتو رنځورانو شمېره 299 ده. په هېواد كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 33 زره 925 ده او د كورونا وائرس ځپليو شمېره 5 لكه 39 زره 387 ته رسېدلې . په ټول هېواد كښې تر اوسه په دې وبا 11 زره 514 كسان په حق رسېدلي. تر اوسه په هېواد كښې د كورونا وائرس 78 لكه 4 زره 935 ټېسټونه شوي او په هېواد كښې په 631 روغتونونو كښې 2 زره 628 رنځوران داخل لاندې دي