اسلام آباد 14جولائي (اے پي پي) د نجكارۍ، سرمايه كاري بورډ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي چې د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو او د رياست دښمنه كاروائيو كښې ككړ عناصرو ختمولو ته اړتيا ده،د عزم استحكام عملياتو بشپړه حمايت كوو۔ده ووئيل په پاك پوځ بريدونه د غندنې وړ دي،دغسې په سرحدي سيمو كښې زمونږ د ځوانانو په ضد د كاروائيو كونكو محاسبه ضروري ده۔ عبدالعليم خان وئويل د مايوسۍ څه خبره نشته،د هېواد سباؤن محفوظ او په ثوي لاسونو كښې دے او سرمايه كاري او د هېواد پرمختګ لپاره امن و امان زيات اهميت لري كوم لپاره چې ادارے خپلې ذمه وارۍ پوره كوي۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل صوبه خېبر پښتونخواه د چين، افغانستان او سينټرل ايشيا لپاره د “ګيټ وے” حيثيت لري دغسې د مواصلات محكمه بين الصوبائي سترو لارو او موټرويز تعمير لپاره به كے پي كے ته ترجيح كولې شي۔