لاهور 11ستمبر (اے پی پی )پاکستان سره تع??ق لرونكې د آئی سی سی ایلیټ ایمپائر علیم ډار وئيلي دي هېواد كښې په وړمبي ځل ټی ټونټی انټرنېشنل میچ كښې ایمپائرنګ کولو به زما لپاره د کیئرئر يو یادګار وخت وي ځكه چې ما په خپله خاوره چرې هم د كوم ټی ټونټی انټرنېشنل میچ ایمپائرنګ نه دې كړې۔ علیم ډار څوك به چې د پاکستان او ورلډ ال??ون ترمينځه په 12ستمبر کيدونكې وړومبي ټی ټونټی میچ كښې د ایمپائرنګ فرائض ترسره كوي میډیا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل ما د نړۍ بيلو هېوادونو كښې ایمپائرنګ کولو سره اعزاز ات ترلاسه كړي خو په خپله خاوره ایمپائرنګ کول زما لپاره د لوئ اعزاز خبره ده كوم به چې تل له ياد ساتم۔لاهور څخ?? تع??ق لرونكې د آئی سی سی ایمپائر علم ډار چا چې درې ځل د آئی سی سی ایمپائر آف دی ایئر اعزاز ترلاسه كړې هغه پاکستان كښې انټرنیشنل کرکټ ته هركلې كولو سره ووئيل زه په پاکستان كښې د انټرنیشنل کرکټ په بحاليدو او ډیډ لاک ماتېدو زيات خوشحاله شوې يم۔ دا اریخی وخت دې چې آئی سی سی ورلډ ال??ون پاکستان كښې لوبې له رالېږلې او دې سره به د پاکستان په كركټ مثبت يغيز پريوځي