نيويارك 19 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امريكې دوهم اولس مشر مائيك پنس سره د نهې په ورځ ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د شريكښې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د مېډيا له مخې پھ دې موقع شاهد خاقان عباسي و??ئيل پاكستان سيمه كښې د ت??هه ګرۍ خاتمې له لوظي دے ٬د ت??هه ګرۍ په ضد مرسته به روانه ساتلې شي٬پاكستان د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې زيان پورته كړے ۔د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د نړيوال اتحاد برخه دے ۔ده ووئيل امريكې سره د ت??هه ګرۍ په ضد جنګ او پھ نورو چارو خبرې اترې كول غواړو۔په دې موقع د امريكې دوهم اولس مشر د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هركلے وكړو۔ده ووئيل امريكا د پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬سيمه كښې امن ا?? سلامتيا له پاكستان سره پھ ګډه كار كول غواړو٬امريكا پاكستان سره دډېرې مودې همكاري غواړي٬پاكستان سره ښو اړيكو له نوې لارې لټوو۔په دې موقع خارجه وزير خواجه محمد آصف٬خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه٬ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيره مليحه لوده??٬ا??ريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري او فواد احمد فواد هم موجود وو۔د امريكې په پلاوي كښې سوئېلي آسيا لپاره د امريكې دوهم خارجه وزير ايلس ويلز او د پاكستان او افغانستان لپاره د قامي سلامتيا ډائرېكټر هم موجود ؤ