نیویارک/اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) نړيوالو لارښودو په ګرده نړۍ كښې ماشومانو انجونو او هلكانو ته د زده كړو اسانۍ وركولو لوظ كو??و س??ه وئيلي دي د نړۍ بېلو سيمو كښې د لكھونو په شمېر كوچنيان سكولونو ??خه بهر دي او د تعليمي ستونزې حل كو??و نه غ??ر د اقتصادي پرمختګ هدفونو ترلاسه كو?? امكان نه لري۔ دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په مهال د”فنانسنګ دی فیوچر۔ ایجوکیشن2030″ په سرخط راجوړ كړې شوې دستورې ته نړيوالو لارښودو خپل خطاب كښې وكړه۔ د سوات نوبل انعام ترلاسه كوؤنكې پاكستانۍ زده كوؤنكې ملاله يوسفزئۍ دې دستوره كښې ګډون لپاره په خصوصي توګه لندن ??خه نيويارك ته تلې۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیوګوئترېش دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل غوره نړۍ او غوره سباؤن لپاره د تعليم په څانګه كښې سرمايه كارۍ ??خه ښه خبره بله كېدې نه شي۔ ده ووئيل زه په دې وياړ لرم چې زه خپله يو استاذ پاتے شوے يم۔ او ما څو لسيزې وړاندې د پرتګال په پلازمينه لزبن كښې په كچه كورونو كښې جوړ شويو سكولونو كښې د دې خبرې مشاهده كړې چې د بې وسۍ ختمولو او پرمختګ لپاره تعليم څومره ضروري دے۔ او دا ولې په بنيادي حقونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل سره د دومره هڅو دا مهال په غريب او وروستې پاتې هېوادونو كښې 260 ملین ??خه زيات كوچنيان او ځوانان كومو كښې چې د انجونو شمېره زياته ده سكولونو ??خه بهر دي۔ نوبل انعام ترلاسه كوؤنكې ملاله يوسفزئۍ دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د نړۍ يو شمېر سيمو كښې انجونې تعليم ترلاسه كو??و كښې ستونزو سره مخ دي په كومو كښې چې بې وسي ٬ جنګ ٬ بحرانونه او كم عمرۍ كښې ودونه د ذكر وړ دي۔ دستورې ته د وزیراعظم ګورډن براون په شمول يو شمېر نړيوالو لارښودو هم خطاب وكړو۔ د هند فنكارې پریانکا چوپړا كومه چې د یونیسیف د خیرسګالۍ سفيره هم ده خپل خطاب كښې د تعليم ودې له د ګامونو دائرې پراخا كو??و په حاجت زور راوړو۔