اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي چې د كشمير مسئلې حل نه ځانله په سوئېلي آسيا كښې امن په ځاې كېدل امكان نه لري۔د زيارت په ورځ د آل پارټيز حريت كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار ته په خپل خطاب كښې وياند ووئيل چې د پاكستان كېس مضبوط دې او هند له به د كشمير بنيادي ستونزه هوار??ل وي۔ ده ووئيل چې د هېواد په پالېس?? كښې كوم هم ابهام نشته٬پاكستان په جائزو هلو ځلو كښې د كشميري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او په سباؤن كښې به هم دا ملاتړ روان ساتلې شي۔ وياند ووئيل چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو په رڼا كښې حل كول پكار دي??د پاكستان وزيراعظم او سفارتكار د كشمير معامله په ټولو نړيوالو فورمونو پورته كوي۔د كشمير معاملې په اړه اے پي اېچ سي په مشر?? كښې د ع??م ستائنه كولو سره د خارجه دفتر وياند ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو ملاتړ روان ساتي۔ده ووئيل چې په جولائي 2016 كښې د برهان واني شهادت څخه وروستو د آزادۍ په هڅو كښې تر دې دمه 200 كشميري شهيدان٬ 15 زره ژوبل او نزدې 15 زره نور بې دركه شوي دي او 1200 كشميري ځوانان د هندي ځواكونو لخوا د پيلټ ګنز كارولو په سوب بصارت څخه محروم شوي دي