اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي ??ې د سوئېلي آسيائي منطقې ستونزې يو ډول دي٬پھ مشوره او په شريكه مرسته د جامع حكمت عملۍ د لارې پھ چېلنجونو قابو موندل كېدې شي٬په منطقه كښې د ??وغ??يا او صفائۍ آسانې هر يو تن ته رسولو لپاره كنفرنس كول د ستائنې وړ اقدام دې۔ده دا خبرې د شورو په ورځ پھ سوئېلي آسيا كښې د ??وغ??يا او صفائۍ په موضوع د كنفرنس پرانستې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔اولس مشر ووئيل چې په دې حقيقت كښې هېڅ شك نشته ??ې دا د آسيا پیړۍ ده او سوئېلي آسيا د دې منطقې زړه دې۔ټوله نړۍ د دې منطقې نه هيلې لري٬اقتصادي لارې د بېلا بېلو منطقو ترمينځه فاصلې كمولو سره د سيمه ايز پرمختګ او خوشحالۍ د يو نوې دور بنياد ايخې۔ده ووئيل ??ې د منطقې د اولس خېرښېګړی او د معيشت بهترۍ لپاره ضروري ده ??ې د سوئېلي آسيائي ه??وادونو په ماحول كښې نوره بهتري هم راشي۔اولس مشر ووئيل چې په نړۍ كښې هغه قامونه او منطقې د خوشحالۍ منزل ته رسي كوم ??ې د خپل اولس د ژوند معيار لوړ كړي۔د نړۍ د ډېرو منطقو نه معلومېږي چې بېلا بېلو هېوادونو خپل اختلافات يو خوا ته كولو سره په خوشحالۍ سره يو بل سره مرسته كړې بايد مونږ هم داسې وكړو كه چرته د منطقې هېوادونو پھ خپلو وړو ستونزو د قابو موندلو طريقه زده نه كړه نو د دې آغېز به په راتلونكو نسلونو وشي۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې د تېرو دريو لسيزو په مهال د ??وغ??يا او صفائۍ پھ اړه ډېر پرمختګ شوې٬زه خوشحاله يم ??ې داسې كاميابۍ سري لنكا او مالديپ هم ترلاسه كړی دي او په دې د مباركۍ حق دار دي۔اولس مشر پھ دې موقع د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان هڅې هم وس??ائېلې۔دستورې ته د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مشاهد الله خان هم وېنا وكړه۔پھ دې كنفرنس كښې د سوئېلي آسيائي ه??وادونو وزيران٬پوهان او استازي ګډون كوي۔افغانستان٬بنګله دېش٬بهوټان٬هند٬مالديپ٬نيپال٬پاكستان او سري لنكا د سېنېټېشن په اړه د سوئېلي آسيائي كنفرنس غړي دي او په هر هېواد كښې دا كنفرنس وار پھ وار كېږي