اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د سركاري څانګې په پرمختيائي پروګرام كښې د بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 6 كهربه 76 اربه 28 كروړه 60 لكه ر??پې فنډ جاري كړے شو۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو لپاره په مجموعي توګه 10 كهربه يو ارب ر??پې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخو جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د وزيراعظم يوت او هنر مند پروګرام لپاره 13 اربه 72 كروړه ر??پې٬ په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو بحالې لپاره 57 اربه 19 كروړه ر??پې٬ اېرا لپاره 5 اربه 5 كروړه ر??پې٬ پائيدار پرمختيائي اهدافو لپاره 30 اربه ر??پې٬ د وفاقي حكومت خاص پرمختيائي پروګرامو لپاره 28 اربه 29 كروړه ر??پې٬ انرجي فار آل پروګرام لپاره 11 اربه 76 كروړه ر??پې٬ د پاكو اوبو پروګرام لپاره 87 كروړه 59 لكه ر??پې٬ سېفران فاټا لپاره 25 اربه 88 كروړه ر??پې او د موسمياتي بدلون ډويژن لپاره د 78 كروړه 25 لكه ر??پو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔ پلاننګ كميسون د يوې خاص طريقې له مخې بېلا بېلو وزارتونو او ډويژنو ته فنډ جاري كوي