اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د پارلماني چارو سلاكار ډاكټر بابر اعوان د خپل صوابديدي اختياراتو ختمولو اعلان كولو سره وئيلي دي چې كفايت شعاري به زمونږ د حكومت مركزي شعار وي٬ هيله ده چې د پارلماني چارو د وزارت ټوله عمله به د بدلېدونكي پاك??تا?? د تقاضو له مخې د خپل ځان جوړو??و هڅه و??ړي۔ د ګل په ورځ د پارلماني چارو د وزارت ذمه وارې پغاړه د اخستلو نه پس د وزارت عملې سره په خبرو كښې ده و??ئيل چې الله تعالٰي ده ته يو ځل بيا اووه كاله پس د اولس د خدمت كولو موقع وركړې٬ اوس يو بدل شوے دور دے۔ هيله لرم چې ما سره كومه ډله و?? هغه به د دې دور د تقاضو له مخې د خپل ځان جوړو??و هڅه و??ړي۔ ده و??ئيل چې بهتره به دا وي چې مونږ خپل ځان بدل كړو۔ ده اعلان وكړو چې د پارلماني چارو په وزارت كښې زه خپل صوابديدي اختيارات ختموم او په دې لړ كښې به ډېر زر نوټېفيكېشن جاري كړے شي۔ ده و??ئيل چې مونږ كفايت شعاري كول غواړو او په دې لړ كښې د ډاكټر عشرت حسېن په مشرې كښې ټاسك فورس جوړ كړے شوے۔ ده و??ئيل چې د دعا وكړي چې الله مونږ ته په نېكو جذبو او مقاصدو كښې كاميابي رانصيب كړي۔ ده د وزارت عملې ته هدايت وكړو چې كفايت شعاري خپل شعار جوړ كړي او د برېښنا بچت لپاره د ائير كنډيشن چلولو د وخت پرېكړه دې وكړي٬ ??م دا خبره د پاك??تا?? ستر قاضي هم كړې۔ مونږ غ??اړو چې دلته كومه برېښنا بچت شي٬ هغه د اولس په كار راشي۔ د دې څخه وړاندې د پارلماني چارو وزارت ته په رسېدو د پارلماني چارو سېكتر طاهر رضا نقوي او د وزارت نورو افسرانو او عملې د وزيراعظم د پارلماني چارو د سلاكار ډاكټر بابر اعوان هركلې وكړو۔ د پارلماني چارو سېكتر د پارلماني چارو سلاكار ته د وزارت د كاكردګۍ په اړه بريفنګ وركړو