اسلام آباد ۔ 14ستمبر (اے پی پی) د پارلمان د دواړو ايوانونو شريكه غونډه د ګل په ورځ ماښام 4 بجې كېږي۔ دې غونډې ته به اولس مشر ډاكټر عارف علوي خط??ب ??وي?? د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ??وي?? د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د صدارتي خط??ب په مهال ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې دې۔ پ?? دې مهال به د خصوصي بلنې نه لرونكو ته د پارلمان حدونو ته د ننوتو اجازه وركولې نه شي۔ د پارلمان داخلي لارې او چاپېرچل كښې به امنيت ټينګولې شي۔ غونډې څخه وړاندې به د ټولو پارلماني ګوندونو غونډې كېږي په كومو كښې به چې د صدارتي خط??ب په مهال پارلماني ګوندونه خپلې حكمت عملۍ ته حتمي شكل ور??وي?? دا خبر?? دې ښكاره وي چې د جولائي 25 مې نېټې ټول ټاكنو په نتيجه كښې جوړې شوې قومي اسمبلۍ ته به د اولس مشر دا اولنې خط??ب وي۔ دې نه وروستو به د قومي اسمبلۍ پارلماني كال په باقاعد?? توګه پېل شي۔ د اولس مشر د پارلمان دواړو ايوانونو ته د هر پارلماني كال په پېل خط??ب كول يوه آئ??ني غوښتنه ده پ?? دې كښې اولس مشر خپل خط??ب كښې سېنېټ او قومي اسمبلۍ ته ګائيډ لائن ور??وي?? دا غونډه د جمعې په ورځ د ستمبر په 14 مه نېټھ رابللې شوې وه ولې د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د كورودانې كلثوم نواز وفات په سبب د وزيراعظم عمران خان په هدايت ددې غونډې شېډول بدل كړې شو