اسلام آباد ۔23اکتوبر (اے پی پی) د آزاد جمو كش??ير اولس مشر سردار مسعود خان د نهې په ورځ د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي سره ملاقات كړے او هغه ئې د مقبوضه كش??ير د تازه وضعې او دغلته د هندي ځواكونو لخوا د روان زور ظلم او زياتي نه خبر كړے۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اولس مشر سردار مسعود خان ووئيل د ابلاغ ذريعو په فعاله توګه كارولو سره د كشمير مسئلې رامخې ته كولو او په كش??ير كښې د هندي ځواكونو د لاسه د بشري حقونو سخته خلاف ورزي په نړيواله كچھ رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر سردار مسعود خان د پاكستان حكومت او اولس لخوا د كش??يري اولس د خپلواكۍ د حق غېر مشروط ملاتړ ستائلو سره هيله ولرله چې د پاكستان حكومت او اولس به د كشميري اولس د جائزو او منصفانه هلو ځلو ملاتړ روان ساتي۔ اولس مشر دوهم وزير ته د آزاد كش??ير دورې كولو او د رياست په بېلو پو??نت??نونو كښې طالبعلمانو او طالباتو ته د خطاب كولو بلنه وركړه دغسې چې د هېواد په ودانۍ او پرمختګ كښې نوې كول متحرك كړې شي او د سم لوري پلو د تللو لارښودنه ترلاسه كړي۔ دواړه لارښود دې ته هم صلا شول چې په معاشي او سياسي توګه مضبوط پاكستان د كش??ير آزادۍ تحريك له د كاميابۍ ضمانت وركوي۔ له دې كبله زمونږ ذمه واري ده چې پاكستان كښې استتحكام پېدا كولو له خپل كردار ترسره كړو۔ په خپل يو خصوصي بيان كښې سردار مسعود خان پلوامه كښې د هندي ځواكونو د لاسه د يوې اميدوارې مېرمنې په بې دړدۍ سره د وژنې او په كلګام كښې د لس بې ګناه كش??يري زلمو د شهادت پېښې په سختو ټكو غندنه وكړه۔ اولس مشر مسعود ووئيل كش??يري اولس له د خپلواكۍ حق غوښتلو سزا وركولې شي د كومې وعده چې د سلامتي كونسل د قراردادونو د لارې هغوي سره شوې ۔ ده غوښتنه وكړه چې د بشري حقونو په ضد روانه خلاف ورزي دې په سمدستي توګه بنده كړې شي او د كش??يري قيادت په شمول د زرګونو په شمېر حريت خوښي كارمندان دې خوشې كړې شي۔ اولس مشر د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټینیو ګوټیرېس، سلامتی کونسل او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې مقبوضه كش??ير كښې د بشري حقونو له مينځھ وړلو نوټس واخلي۔