اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي قامي تعليمي پالېسي د موجوده امتياز لرونكې تعليمې نظام په ځاې د يو ډول نظام تعليم رامخې ته كولو په غرض جوړه شوې٬ د دې مقصد د غېر منصفانه نظام تعليم خاتمه او د قام تخليق كول دي۔د ځوانانو هنرمندۍ ته خاص پام لرنې ته اړتيا ده۔ده د شورو په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې د قامي تعليمي پالېسۍ فريم ورك په اړه د بريفنګ مشري كوله۔د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود٬د پنجاب د تعليم وزير مراد راس٬د خېبرپښتونخوا د تعليم صلاحكار ضياﺀ الله بنګش وفاقي او صوبائي سېكتران او سينئر افسران هم د بريفنګ په مهال موجود وو۔د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود د قامي تعليمي پالېسۍ فريم ورك په اړه بريفنګ وركړو او د سكولونو څخه بهر ماشومانو٬امتيازي تعليم٬معياري تعليم او د سكيل ډوېلپمنټ معاملاتو بېل چېلنجونه يې په ګوته كړل۔ده ووئيل قامي تعليمي پالېسي فريم ورك دې مقصد ترمخه جوړېږي چې ټولو ماشومانو له ?? معياري تعليم برابر موقعې باوري كړی شي۔وفاقي وزير په ټول هېواد كښې د تعليم يو ډول معيار لپاره د سټيك هولډرز ترمينځه اتفاق پېدا كولو له د قامي نصابي كونسل تجويز هم وړاندې كړو۔د پنجاب د تعليم وزير مراد راس او د خېبرپښتونخوا د تعليم صلاحكار ضياﺀ الله بنګش هم تعليمي سېكټر كښې د سباؤن روډ مېپ په حقله وزيراعظم له بريفنګ وركړو۔وزيراعظم په قامي او صوبائي كچه هڅې ستائېلو سره ووئيل قامي تعليمي پالېسي د موجوده امتيازي نظام تعليم په ځاې د يو ډول نظام تعليم رائج كولو په غرض جوړه شوې٬ دغسې د ځوانانو هنرمندۍ ته خاص پام لرنې ته اړتيا