اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) پاکستان د اېس پي طاهر داوړ په قتل د غم دړد څرګندونه كولو سره د ھغه د مړي په سپارلو كښې په تاخير افغانستان ته احتجاج كولو سره وئيلي دي اف??ان چارواكي دې مړې په سمدستي توګه پاكستاني قونصلېټ جنرل ته وسپاري۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب ووئيل د اېس پي طاهر خان داوړ د قتل په م??امله اف??ان ناظم الامور سپيناوي لپاره دوه ځله خارجه دفتر رابللې او كابل كښې هم پاكستاني سفارت د مړي په سپارلو كښې په تاخير اف??ان چارواكو ته سخت احتجاج رېكارډ كړې ۔ وياند زور رواړو چې ھغوي دې مړې په سمدستي توګه پاكستاني قونصلېټ جنرل ته وسپاري ۔ ده ووئيل په دې لړ كښې په كابل كښې د پاكستان سفارت ا?? اف??ان خارجه وزارت سره پرله پسې په تماس كښې دے۔ د ډاكټرعافیه پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان د ډاکټر عافیه راخوشې كولو او هېواد ته ستنولو لپاره پرله پسې امريكائي چارواكو سره په تماس كښې دے۔ ده ووئيل هوسټن كښې پاكستاني قونصل جنرل په تېرو دريو مياشتو كښې 12 ځله ډاكټر عافيه سره ملاقات كړې۔ وياند ووئيل ډاكټر عافيه پحقله امريكائي چارواكو سره په ملاقاتونو كښې د ھغې قانوني او د ب??ري حقونو پحقله م??املات پورته كړې ۔ وياند يو ځل بيا ووئيل آسيه بي بي محفوظه او پاكستان كښې ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په كال 2001 كښې د امريكائي بريد نه پس افغانستان كښې تر اوسه 5 لكه 7 زره كسان او پاكستان كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 60 زره نه زيات ا??نيتي اهلكار او سوېلين مړه شوې او د اربونو ډالرو اقتصادي زيانونه جلا دي۔ وياند ووئيل د اف??ان شخړې پوځي حل ممكن نه دې٬ دا مسئله يوازې د سياسي او سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ د اف??ان شخړې سوله ايز هواري لپاره پاكستان په هر فورم فعاله ګډون كوي۔ وياند د هندي وزيراعظم نرېندرا مودي د پاكستان په ضد د ناوړه خبرو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د پاكستان په ضد په نړيوالو فورمونو كښې د ناوړه خبرو كولو ټولې هڅې ناكامه شوې ٬ ښه به دا وي چې هند د دې هڅو نه واوړي او د هواري وړ ټولو مسئلو لپاره م??اكراتو له چمتو شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل ګلګت ب??تستان د جمو او كشمير برخه ده چرته چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له م??ې استصواب رائے كېدل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو او د رياستي ترهګرۍ په تازه كاروائيو كومو كښې چې څلور نور كشميريان شهيدان شوې غندنه وكړه۔ د اف??ان كډوالو وطن ته د ستنېدو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د يخنۍ له امله د كډوالو په رضاكارانه توګه د ستېندو پروګرام تر مارچ كال 2019 معطل كړې شوې