چاغي 29 مئي (اے پي پي) د چاغي د پاك افغان پولې سيمې څخه ليويز فورس درې ډا????ان نيولو سره ددوئي قبضې څخه يو ګاډې برآمد كړې دې۔ د لېويز ذريعو لمخې ډا????ان د افغان مهاجر كېمپ ګردي جنګل وسېدونكي وو۔ دوئي دالبندين څخه ګاډې په كرايه اخستې وو او توړګي نومې شاړه سيمه كښې ئې د ډرائيور لاس پښې تړلو سره د ده ګاډې افغانستان ته د رسولو هڅه كوله ولې په وخت د اطلاع په ترلاسه كېدو او د ځائي وګړو مرستې په نتيجه كښې لېويز فورس درې واړه ډا????ان په پاك افغان پوله سياه بوز سيمه كښې ونيول۔ د نيولې شويو ډا??وانو پېژندګلو د قدرت الله ٬ نجيب الله او عبد الوارث نامو سره شوې ده۔ د دوي په ضد د مقدمې درج كېدو څ??ه وروستو لېويز چارواكو نورې پلټنې پېل كړې دي۔