اسلام آباد 12 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق ??عو??ن وئيلي نن جج ارشد ملك يواځې ب??ان حلفی نه د آل شریف په ضد هغه چارج شیټ وړاندې كړې كوم چې مونږ ته د سسیلین م??فی?? او ګاډ فادر اصل مطلب ښائي، دا ب??ان حلفی ثبوت دے چی نه هغه معصوم او نه مظلوم دے، كه د جسټس قیوم ټیپ وي يا د جسټس سجاد علی شاہ په عدالت د ليګ بريد ، رفیق تارړ بریف کېس وي يا په سپريم كو??ټ بريد، دا شرمناك اقدام د هېواد د تاريخ تور باب دے۔ د جمعې پ?? ورځ خپل يو ټويټ كښې خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق ??عو??ن ووئيل د میاں شریف صاحب په مالی حیثیت هم د هغه كو??نۍ اتفاق نه لري، د شهباز پلار غریب او د نواز پلار مالداره۔ د هغوي تاریخ د فراډ ،کرپشن، رشوت او بلیګ میلنګ څخه عبارت دے او چرته چې دغه منفی ډنډورې کامیابې نه شي نو بيا د عابد باکسر او ناصر بټ په شان اجرتی قاتلان كاروي۔ده ووئيل (ن) لیګ هغه ګوند دے د كوم لارښود چې اقتدار كښې وي په مخالفينو بريدونه كوي او كله چې په مشکل كښې وي نو د هغوي پھ پښو پريوځي