واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره تېره ورځ په واشنګټن كښې د نړيوال ب??نك صدر ډېوډ ملپاس د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع خا??جه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ خا??جه سېكتر سهېل محمود او د پاكستان سفير اسد مجيد د وزيراعظم مرسته وكړه۔ وزيراعظم د نړيوال ب??نك د صدر د مهمې ذمه وارې پغاړه اخستلو ډېوډ ملپاس ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم د څو كلونو راهسې د پاكستاني معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د نړيوال ب??نك بشپړه مرسته وستائيله۔ ده ووئيل چې د حكومت محور اولس دے٬ په پرمختيائي اېجنډا كښې به روغتيا ٬ تعليم او د پاكستان په ځوانانو د سرمايه كارې اضافې ته پام كولې شي۔ وزيراعظم د نړيوال ب??نك په مرسته د اطمينان څر??ندونه وكړه او هيله ئې څر??نده كړه چې نړيوال ب??نك به په روانو پروژو هم پرمختګ وكړي او باور ئې وركړو چې د ده حكومت به په دې لړ كښې د نړيوال ب??نك بشپړه مرسته كوي۔ ډېوډ ملپاس د وزيراعظم د پرمختيائي اېجنډې ستائنه وكړه او وې وئيل چې د نړيوال ب??نك د لويو پروژو حجم سره پاكستان په منطقه كښې مهم هېواد دے۔ ده هيله څر??نده كړه چې د پاكستان لخوا د آئي اېم اېف په نوي پروګرام كښې داخلېدو سره به په مېكرو اكنامك استحكام او په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارو اعتماد بحال كول ب??وري كولو كښې مرسته وشي۔ ده د ځوانانو په وظيفه اي پوهه كښې اضافې او دوي ته د ماركيټ د غوښتنې له مخې د روزګار تيارولو پشمول د حكومت د سماجي پروګرامونو ستائنه هم وكړه۔ ډېوډ ملپاس وزيراعظم عمران خان ته باور وركړو نړيوال ب??نك د ده د اقتصادي پرمختګ په وژن عمل كولو كښې فوري مرستې ته تيار دے۔