واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) امريکائي اولسمشر ډونلډ ټرمپ سپېنې ماڼۍ ??ه په راتګ د وزيراعظم عمران خان د مركزي دروازې نه بهر راتللو سره هركلے كړې۔ د ګل په ورځ وزيراعظم عمران خان چې كله سپينې ماڼۍ ته ورسېد نو اولس مشر ډونلډ ټرمپ د وړاندې نه د ھغه هركلي لپاره موجود ٶ۔ وزيراعظم عمران خان او ډونلډ ټرمپ د جوش نه ډكه مصافحه وكړه او د دواړو مشرانو څيرې د م??كه نه ځلېدې۔ وزيراعظم عمران خان په قامي لباس شلوار قمېض په تن كړې وې۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او سرل??كر جنرال قمر جاوېد باجوه هم وزيراعظم سره سپنې ماڼۍ ته رسېدلي۔ د دواړو مشرانو اقتدار ترلاسه كولو نه پس دا وړومبې تاريخي ملاقات دے۔ وزيراعظم عمران خان او امريکائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د ون آن ون ملاقات نه وړاندې ميډيا سره مختصر خبرې هم وكړې۔ امريکائي اولس مشر ووئيل وزيراعظم عمران خان سره ملاقات ??ه په ډېر خوشګوار ډول ګورم