اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)د ??زي??اعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د كشمير مسئلې په اړه پاكستان په خپل دريځ ولاړ دے٬پاكستان به په كوم صورتحال كښې هم په خپل دريځ كښې لچك نه راولي٬??زي??اعظم د كشمير مسئلې په لړ كښې د منطقې صورتح??ل په اړه كابينه خبر كړی۔دې دا خبره د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو پرېس بريفنګ كښې كړی۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ??زي??اعظم عمران خان وفاقي كابينه د كشمير مسئلې په لړ كښې د منطقې د صورتحال څخه خبر كړه۔كابينې ته ووئيل شول د پارليماني قرارداد په تناظر كښې بېل فوكل ډلې جوړې كړی شوي۔دې ووئيل هند په كشمير كښې په اولس ترهه ګري كوي٬د كشمير كاز په اړه پاكستان په خپل دريځ ولاړ دے۔پاكستان به په يو صورت هم خپل دريځ كښې لچك نه راولي۔دې ووئيل د ??زي??اعظم په منطقه كښې د امن بيانيه ټولې نړۍ ستائېلې۔٬ټولې نړۍ په ??زي??اعظم عمران خان د باور څرګندونه كړې۔دې ووئيل د هېواد ښه والې٬سلامتيا او دفاع د موجوده حكومت ترجيح ده۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وفاقي كابينې په كراچۍ كښې د صفائۍ صورتحال هم جاج واخست۔??زي??اعظم د كراچۍ په صفائۍ كښې اېف ډبليو ته مركزي كردار ورپغاړه كړی وو۔خاص مرستيالې ووئيل ??زي??اعظم ټولو وزارتونو ته عام كس ته د رېليف وركولو لپاره تجاويز د كابينې غونډه كښې ته د وړاندې كولو هدايت كړی۔دې ووئيل د وسائل غېر منصفانه وېش د بنيادي مسئلو سوب دے٬مېرمنې خپلواكه جوړولو لپاره حكومت خاص اقدامات كوي ٬ دې ووئېل د ??زي??اعظم په هدايت په رېلوے سټېشنز مېرمنو لپاره خاص مېكنزم جوړ كړی٬ځوانانو او خواري كښو ته به خاص مراعات وركولې