نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي وزيراعظم عمران خا?? د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات ??ه مهال د كشمير په مسئله ښكاره دريځ اختيارولو سره واضحه كړې چې مقوضه كشمير كښې انساني الميه راپیدا شوې او د امريكې پشمول نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كشمير كښې حالات ??ور خرابېدو څخه ساتلو لپاره په سمدستي توګه اقدامات ??كړي٬نړۍ ته دې دا معلومه شي چې د امن په لاره كښې تر ټولو لويې خنډ هند دے ٬اولس مشر ډونلډ ټرمپ د امريكې٬ايران٬تاؤ تريخوالي ختمولو لباره د وزيراعظم عمران خا?? كردار د ترسره كولو وړاندېز قبول كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خا?? او اولس مشر ټرمپ د ملاقات ??ه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل عمران خا?? د ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات ??ه مهال په درې چارو خبرې كړي٬وزيراعظم عمران خا?? د كشمير په مسئله ښكاره دريځ اختيارولو سره د امريكې اولس مشر د پاكستان نكته نظر څخه خبر كړې۔وزيراعظم وئېلي په مقبوضه كشمير كښې صورتحال په انساني الميه بدل شوې٬ 80 لكه و??ړي هلته په كورونو كښې بند كړی شوي٬د هغه ځاې د وګړو بنيادي بشري حقونو ته زيان رسېدلې ٬حالات خراب شوي او د نورو خرابېدو امكان دے ۔ ده ووئيل بايد د امريكې پشمول نړيواله ورورولي په دې اړه كردار ترسره كړي۔ده ووئيل پھ مقبوضه كشيمير كښې د اوسني صورتحال په تناظر كښې د حالاتو خرابېدو امكان دے۔ده ووئيل په افغانستان كښې د امن عمل لپاره د پاكستان كردار د چا څخه پټ پناه نه دے۔وزيراعظم عمران خا?? د د ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات ??ه مهال دامريكې خارجه وزير مائيك پومپيو د پاكستان په دې حقله مثبت كردار ستائېلې٬عمران خا?? په ډاګه كړې چې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته٬د خبرو اترو د لارې مخ په و??اندې تللې شو٬بايد ډېډ لاك ختم كړی شي او خبرې اترې بحال شي۔ ده ووئېل پھ دې مسئله په سباؤن كښې مهم پېشرفت ليدل غواړو۔وزيراعظم عمران خا?? د ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات ??ه مهال د ايران په معامله دا مؤقف اختيار كړو چې سيمه د كوم بل جنګ متحمل كېدې نه شي۔ده ووئيل عمران خا?? وئېلي دي پاكستان په ختيزو او لوېديزو پولو مصروف دے او په ايران كښې د جنګ سره په دغه پوله نوې مسئله رامخې ته كېدې شي٬د امريكې او ايران ترمينځه معاملات ښه كولو له پاكستان كردار ترسره كولو له چمتو دے۔ د دې په ځواب اولس مشر ټرمپ ووئيل مونږ په عمران خا?? باور لرو او هغه دې دا معامله مخ په و??اندې بوځي٬شاه محمود قرېشي ووئيل وزيراعظم عمران خا?? به د ايران اولس مشر حسن روحاني سره ډېر زر ملاقات ??كړي۔د امريكې اولس مشر چې وزيراعظم عمران خا?? له په كوم پيراميټر د خبرو اترو اختيار وركړې پھ هغې كښې دننه به د ايران اولس مشر سره خبرې اترې كوي۔ده ووئيل د ايران خارجه وزير سره زما هم ملاقات شوې٬په دې معامله هم هغه سره نورې خبرې كېدې شي۔خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خا?? د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د ملاقات ??ھ مهال هم دا مؤقف اختيار كړی ؤ چې ايران دې د تاؤ تريخوالي په معامله د جذباتو نه علاوه په ښه ډول مخ په و??اندې لاړ شي ځكه چې صورتحال د وړاندې څخه زيات خطرناك دے۔د دې نه پس د خبريالانو د پوښتنو په ځواب خارجه وزير ووئيل مونږ په ښه ډول د پاكستان مؤقف ترجماني كړی۔وزيراعظم عمران خا?? به پھ 27 ستمبر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د خطاب په مهال د كشمير مقدمه و??اندې كوي او د پاكستان مؤقف به رامخې ته كوي۔ده ووئيل هند د امريكې پشمول نړۍ ته بل څه ښائي چې مقبوضه كشمير كښې هېڅ مسئله نشته او دا معمولي خبره ده خو زمونږ مؤقف دا دے چې صورتحال كړكېچن دے او د دواړو اتومي طاقتونو ترمينځه حالات خرابېدې شي ځكه چې په مقبوضه كشمير كښې په انټرنېټ بندېز دے ٬د سكولونو بندېدو له امله ماشومان سكولونو ته نه ځي٬رنځوران روغتون ته نه شي رسېدلې٬د 49 ورځو راهيسې پرله پسې د كرفيو په وجه د ژوند ټولې چارې ځپلې شوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ زړونه د كشميريانو سره ملګري دي٬د هندي وزيراعظم په ضد مظاهرو كښې د هر طبقې سره تعلق لرونكو كسانو ګډون كړې۔ده ووئيل ټرمپ د وزيراعظم عمران خا?? په قيادت د باور څرګندونه كړې۔ده ووئيل ډېره موده پس د كشمير مسئله سلامتي كونسل او د بشري حقونو كونسل ته و??اندې شوې۔د بشري حقونو په خلاف ورزو نړيوالو تنظيمونو په هند تنقيد كړې٬سعودي عرب هم ښكاره موقف اختيارولو سره د پاكستان سره د ملګرتيا عزم كړې۔ده ووئيل د كشمير مسئله درې فريقېن لري چې پكښې پاكستان او كشميريانو د هند اقدام مسترد كړې دغسې هند هم پھ دې معامله تقسيم دے۔د هندي وزيراعظم د اقدام په ضد د هند سپريم كورټ كښې 14 خواستونه دائر شوي٬دا به كتلې شي چې د هند په سپريم كورټ كښې څومره طاقت دے يا هغه د آر اېس اېس په فشار كښې راتلونكې دے