اسلام آباد23 اکتوبر (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير سناتور اعظم خان سواتي وئېلي دي د مولانا فضل الرحمان د آزادي مارچ په شا د مودي بيانيه ده٬مونږ په تېر وخت كښې دهرنې لپاره ?? څلورو حلقو نه پرانستلو په ضد راوتلي وو٬په ټاكنو كښې تحريك انصاف ته د واضحه اكثريت ننه ترلاسه كېدو په وجه مخلوط حكومت جوړ شوې٬د حكومت 13 مياشتو په مهال معيشت استحكام موندې ٬وزيراعظم عمران خان د اقتدار سنبهالولو نه پس د اولسي ګيلو لرې كولو لپاره وزيراعظم شكايت سېل جوړ شوې٬په دې سيل تراوسه 13 لكه 60 زره ګيلېراغلي چې پكښې د 12 لكه ګيلو ازاله شوې۔ده د شورو په ورځ د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان سره ??بري كنفرنس ته وېنا كوله۔ده ووئيل د پارليماني چارو وزارت ته د سپيكر او سېنېټ چيئرمېن معاونت ترلاسه دے ٬د پارليمان په كمېټو كښې وزارت مهم كردار ترسره كوي٬وزيراعظم د ټولو وزارتونو ډويژنل مشر دے ۔ده ووئيل د آرټيكل 93 له مخې د وزيراعظم پنځه صلاحكار پارليمان كښې كيناستلې شي دغسې خاص مرستيال د حكومت د پارليمان نه بهر مرسته كوي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د اقتدار سنبهالولو نه پس د اولسي ګيلو لرې كولو لپاره وزيراعظم شكايت سېل جوړ شوې٬په دې سيل تراوسه 13 لكه 60 زره ګيلې راغلي چې پكښې 12 لكه لرې شوي۔دوهم وزير علي محمد خان د وزيراعظم د شكايات سيل نګراني كوي۔ده ووئيل د وزيراعظم په شكايت سېل په هره ??ونۍ كښې غ??نډ?? كېږي او د اولسي مسئلو او د هغې حل لپاره ??ور كېږي۔وزيراعظم د كابينې په غ??نډ?? كښې وزيرانو ته وئېلي دي چې د خپل وزارت نه ځ??نله د اولسي ښېګړی لپاره څه پروګرامونه اوښائي چې ورسره ??ولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر او د سېنېټ چيئرمېن غېر جانبدار دي ځكه چې هغوي د هېواد د مسئلو حل كولو تجربه لري٬له بده مرغه تحريك انصاف حكومت ته واضحه اكثريت نه دې ترلاسه شوې چې له امله يې مخلوط حكومت جوړ شوې٬حكومت د اتحادي ګوندونو د رايو سره مخ په وړاندې ځي۔ده ووئيل سباؤن كښې به په سېنېټ كښې پاكستان تحريك انصاف ته اكثريت ترلاسه شي۔ده ووئيل مولانا فضل الرحمان سره ?? ګرانۍ څه فكر نشته په اصل كښې اپوزېشن ګوندونه او مولانا پھ خپله د احتساب په ضد دي خو په هېواد كښې به د احتساب عمل روان وي٬ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان د آزادي مارچ په شا د مودي بيانيه ده٬تاريخ ګواه دې مونږ په تېر وخت كښې د څلورو حلقو پرانستلو غوښتنه كړی وه او د دغې نه پس مونږ دپرلت وهلې ؤ ۔ دوي ووئېل دغسې مولانا فضل الرحمان څه مقصد لري د هغې علم نه لرو۔ده ووئيل نېب د حكومت ماتحت نه دے او د هغې د مقدمو سره ??كومت هېڅ تعلق نه لري۔ده ووئيل په ادارو كښې كار كوونكي ډېلي ويجز او نورو ملازمانو مستقل كولو او په ادارو كښې د اصلاحاتو لپاره ډاكټر عشرت حسېن كار كوي۔په دې موقع علي محمد خان ووئيل د وزيراعظم شكايت سېل څوك كالو راهسې كار كوي٬په هغې وګړي په هېواد كښې او د هېواد څخه بهر ګيلې رالېږي او زه پخپله د دغې ګيلو ازالې لپاره څلورو واړو صوبو كښې د مسئلو حل له كار كوم۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان له اولس پنځه كاله مېنډېټ وركړی٬د بدلون ابتدا پھ هغه ورځ پېل شوې كله چې عمران خان اقتدار سنبهال كړی او د كابينې په غ??نډ?? كښې يې وئېلي دي چې څوك هم په كرپشن كښې ككړ وي هغه به په كابينه كښې نه شي شاملېدې۔ ده ووئېل وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غ??نډ?? كښې د ك??مي?? مسئله پورته كړې٬اوس د ك??مي?? مسئلې په ځ??ې مولانا د آزادي مارچ په وجه د وګړو پام بل پلو ګرځول غواړي