ګلګت ۔ 01 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ګلګت ??لت??تان اولس ته د آزادۍ په ورځ مباركي وركولو سره وئيلي دي د ګلګت ??لت??تان اولس قرباني وركولو سره خپله سيمه ډوګره راج څخه آزاده كړه۔ دا سيمه د چين پاكستان ??قت??ادي راهدارۍ ست??ه دروازه ده۔ په نړۍ كښې د ګلګت ??لت??تان نه زياته ښكلې سيمه بله كومه نشته۔ مونږ سېلګرۍ ته وده وركولو له د نړۍ د 70 هېوادونو سېلګرو له د وېزې عمل آسان جوړ كړې دې۔ د سېلګرۍ ودې سره به سيمه كښې خوشحا??ي راشي۔ د هند وزيراعظم نرېندر مودی مقبوضه کشمیر كښې خپله آخري پته كارولې ده۔ د نړۍ كوم قوت د كشميريانو د آزادۍ لار نيولې نه شي۔ د كرفيو پورته كېدو سره سمدستي به د انسانانو سمندر بهر راوتلو س??ه د آزادۍ غوښتنه پېل كړي۔ پاكستانې اولس كشميريانو سره ولاړ دې۔ د كشميريانو سفير او ترجمان يم۔ په ټوله نړۍ كښې به د دوئي وكيل جوړېدو س??ه د دوئي وكالت كوم۔ ده ګلګت كښې د آزادۍ ورځ پرېډ ته خطاب كولو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل په كال 1947ء كښې د ګلګت ??لت??تان اولس د آزادۍ جنګ كړې او په كال 1948ء كښې ډوګرہ راج څخه ئې خپله سيمه آزاده كړه۔ د 1947ء اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم۔ ده ووئيل د كلمې طاقت مونږ انسانانو ته سر ټيټولو له نه وركوي۔ پاكستان يوازنې هېواد دې كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوې۔ د مدينې رياست زمونږ لپاره نمونه ده او دغې رياست د نړۍ لوئې قوتونو ته ماتې وركړې وه۔ پاكستان د لوئې څښتن يوه ډالۍ ده مونږ له به دا د اصولو ترمخه مخ په وړاندې بوتلل وي۔ ده ووئيل ګلګت ??لت??تان د چین پاکستان ??قت??ادی راهدارۍ ګېټ وے حېثيت لري۔ چین نړۍ كښې پرمختګ كوؤنكې لوئې هېواد دې او دا سيمه مونږ چين سره تړي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې اولس نن ظلم سره مخ دې۔ نرېندر مودي چې د اګست په 5 مه نېټه څه كړي دي هغه خپله آخري پته كارولې او اوس چې كله كرفيو پورته شي نو د انسانانو سمندر به بهر راوځي او د آزادۍ غوښتنه به كوي۔ وزیراعظم ووئيل 52 كاله وړاندې زه ګلګت ??لت??تان ته راغلې ووم دغه وخت دې سيمې دومره ترقي كړې نه وه۔ ده ووئيل ما ټوله نړۍ كتلې ده ولې كومه ښكلا چې زه دلته وينم چرته مې ليدلې نه ده۔ ده ووئيل د نادرن لائیټ انفنټری ځوانانو په كارګل او نورو محاذونو د نه هېرولو وړ قربانۍ وركړې دي۔ پاک پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ ګټلو سره هېواد محفوظ كړې دې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان به پخپلو پښو ودرول وي او دا قوم به نړۍ له يو مثال جوړ شي۔ دې نه وړاندې وزيراعظم د شهيدانو يادګار ته لاړو او په هغې ئې د ګلونو څادر خپور كړو۔ په دې مهال د پاك پوځ چمتو ډلې وزيراعظم ته سلامي وړاندې كړه۔ د ګلګت ??لت??تان ګورنر او اعلی وزير هم په دې موقع موجود وو