وزير اعظم عمران خان په ميانوالي كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو د بنياد تيګه او د واټر سپورټ و ټورازم كلب پرانسته وكړه

image
APP61-22 MIANWALI: November 22 - Prime Minister Imran Khan unveiling ground-breaking plaque for development projects. APP

ميانوالي 22 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په ميانوالي كښې د مور او ماشوم روغتون٬ د سرګودها ميانوالي سړك ډبل كولو او موجوده سكولونه اپ ګرېډ كولو ٬ د نوو سكولونو جوړولو ٬ ميانوالي كښې د واټر سپلائي سکيم بحالۍ، ښار او كليو كښې د سړكونو بحالۍ او پلنوالې ٬ خټك بېلټ عيسي خېل لپاره د واټر سپلائي سكيم پشمول د بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه اېښودو سره سره د واټر سپورټس او ټورازم كلب پرانسته كړې ۔ تفصيلات له مخې د 200 كټونو د مور او ماشوم روغتون د لګښت اندازه 4 اربه 78 كروړه 20 لكه ٬ د سكولونو جوړولو اپ ګرېډېشن او په آسانيو د لګښت اندازه 3 اربه٬ لس لكه 40 لكه روپۍ ٬ د ميانوالي د پوهنتون د فېز ون د لګښت اندازه 30 كروړه ٬ د ميانوالي ضلع د 62 واټر سپلائي سكيمونو بحالي٬ عيسي خېل٬ داٶد خېل او كمر مشاني كښئ د سېوريج منصوبو د لګښت اندازه يو ارب 37 كروړه 20 لكه ٬ د سرګودھا ميانوالي سړك ډبل كولو فېز ون د 36.63 كلومټره اوږد والې د لګښت اندازه 4 اربه 83 كروره٬ د 236 كلوميټره اوږدو كليوالو سړكونو بحالۍ او د جوړولو د لګښت اندازه 4 اربه 23 كروره ٬ د لس كلوميټره اوږد ضلع ميانوالي د 7 ميونسپل و اربن روډونو د جوړولواو بحالۍ اندازه 30 كروړه روپۍ لګولې شوې ۔ وزيراعظم ميانوالي كښې د واټر سپورټس او ټورازم كلب هم پرانسته كړې

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں