د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مېرمنو د تشدد د خاتمې د نړيوالې ورځې په موقع جوړې شوې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې په هېواد كښې په سمدستي توګه د انصاف وركړه د پي ټي آئي وړومبۍ ترجيج ده٬د پي ټي آئي منشور د بنيادي انساني احترام٬د اقليتونو او مېرمنو د حقونو د تحفظ خبره كوي٬د تحريك انصاف د جوړولو بنيادي مقصد د ټولنې كمزور طبقو ته د طاقتورو پھ مقابله كښې انصاف وركول دي۔د مېرمنو او جينكو د حقونو تحفظ د پي ټي آئي د بنيادي منشور برخه ده۔ده دا خبرې د ګل په ورځ په مېرمنو د تشدد د خاتمې د نړيوالې ورځې په موقع جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔دا دستوره په ايوان صدر كښې وشوه۔خارجه وزير ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف په ټولنه كښې د ناانصافۍ رويو په ضد په غبرګون كښې جوړ شوې۔د دوه مركزي ګوندونو متبادل د تحريك انصاف رامخې ته كېدل سماج ته د انصاف وركولو مقصد لپاره وو۔ده ووئيل چې په ټولنه كښې مېرمنې او جينكۍ د صنفي امتياز پشمول د غېرت په نوم د قتل پشان ناانصافو سره مخ دي او پي ټي آئي پھ خپل انتخابي منشور كښې د مېرمنو او جينكو د حقونو باوري كولو د عزم څرګندونه كړې۔ده ووئيل چې د ښځو پوليس اسټېشن او مېرمنې واكمن كولو لپاره هره كچه خاص ډسك جوړول هم د پي ټي آئي په منشور كښې شامل دي۔ده ووئيل چې انصاف ته رسنه آسانولو لپاره به په پخواني قوانين كښې بدلون كوو۔خارجه وزير ووئيل چې مونږ د مېرمنو او جينكو په ضد هر ډول تشدد او د غېرت په نوم قتل رد كوو٬زمونږ په ټولنه كښې د داسې كوم ناوړه حركت ځاې نشته۔ده ووئيل چې مونږ د پوځدارۍ انصاف د نظام اصلاح لپاره هڅې كوو۔د پي ټي آئي حكومت د مېرمنو او جينكو د حقونو تحفظ لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړي۔ده ووئيل چې د وزيراعظم د 100 ورځو په ايجنډا كښې مېرمنو او جينكو لپاره د انصاف د نظام اېكشن پلان تيار كړی شوې٬دا د 55 نكاتو حكمت عملي ده۔ده ووئيل چې حكومت په غېر روايتي طريقو غور كوي چې ورسره به د سماجي روايو په بدلون كښې مرسته وشي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں