د پاكستان معيشت پرمختګ لپاره د ټېكنالوجۍ تر مخه ګامونه پورته كول ضروري دي۔ د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد حسېن

image

اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) نېشنل یونیورسټی آف سائنسز اېنډ ټېکنالوجی (نسټ) د پاکستان اکېډمیه له د انجینئرنګ او ټېكنالوجی په اړه مسابقتي بريا ترلاسه كولو سره خپله فلېګ شپ پروژه نېشنل سائنس اېنډ ټېکنالوجی پارک (اېن اېس ټی پی) متحرک كړې ده۔ د كومې پرانسته چې وزیراعظم عمران خان د نسټ مركزي كېمپس كښې يوې دستوره كښې وكړه۔ دستوره كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن، د پوځ سرلښكر او د نسټ بورډ آف ګورنرز چيئرمېن جنرال قمر جاوید باجوہ، د ملګرو هېوادونو سفيرانو او ٬ ګرد هېواد څخه حكومتي او بېلو صنعتونو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔ د نسټ لخوا جاري شوي بيان له مخې اېن اېس ټی پی كوم چې د علمي معيشت متحرك كولو پلېټ فارم دے د ”انووېټ پاکستان” ترسېوري لاندې پېل كړې شوې۔ دا يو داسې پلېټ فارم دے كوم چې د څېړنكارو٬ تخليق كوونكو ٬ سرمايه كارو ٬ نفاذ كوونكو او د ټېكنالوجۍ صارفينو نوي خيالات په كاميابو څېزونو او خذماتو بدلولو له جوړ كړې شوې ۔ دې پروګرام سره به د حكومت ”کامیاب پاکستان” پروګرام ته وده ترلاسه شي چې مقصد ئې د قامي ځوانانو مخ په وړاندې تږ دے۔ د پبلک پرائیوېټ پارټنرشپ اتھارټی (پی پی پی اے) لخوا د دې عمل پېل كولو منظورۍ څخه وروستو اېن اېس ټی پی كښې ميډيا ته خاص پام ګرځولې شوې۔ قامي او نړيوالې كمپنۍ كومو كښې چې ترک ایرو اسپیس انډسټریز انکارپورېشن، د چین ھائټرا کمیونیکیشنز ، د سوئټزرلېنډ اے بی بی، د نیوزی لېنډ اے پی آئی ایماټک، د عرب امارات رپیډیو، الفا اسکواډ، جھپیګو، د امریکا کیمونکس، این اېل سی اسمارټ سلوشنز او ګرانا انوویشن لېب، فارماټیک پاکستان او ډېرې نورې كمپنۍ شامل شوي او نورې شاملېدو له خوښي لري۔ په دې مهال خپل خطاب كښې وزيراعظم عمران خان د دې منصوبه بندۍ او كاميابۍ له د نسټ د مشرتابه د وژن ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په نړيوال انووېشن انډېکس كښې پاكستان دا مهال په 105 لمبر دے كوم چې د خپلو ګاونډيانو هېوادونو چین، هند او ایران څخه ډېر وروستو پاتې دے۔ ده ووئيل وخت راغلې اېن اېس ټی پی يوه داسې منصوبه ده كومه چې د ښكته نه تر اعلی كچ د زده كړو او صنعتي څانګو كښې د بدلون راوستلو حكومتي وژن سره تعلق لري ۔ وزیراعظم ووئيل د ډاكټر عطاﺀ الرحمن په مشرۍ كښې ټاسك فورس جور كړې شوې كوم به چې په 21 مه پېړۍ كښې د صلاحيت راپېدا كولو او د اختراعي نظام د انضام د لارې د پاكستان تكنيكي قابليت زياتولو له مرسته وكړي۔ د ”اسټار ټاپ پاکستان پروګرام” مقصد 10 زره اسټارټ اپس پېدا كول دي او تر كال 2023ء 100 طالبعلمانو له د نوې ټېكنالوجيۍ زده كړې كول دي۔ د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد حسین د اېن اېس ټي پي پرانستې په موقعه د نسټ د منېجمنټ ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت پرمختګ له د ټېكنالوجۍ تر مخه ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل حكومت په ځائي توګه د مختلف واكسين جوړولو خوښي لري او جهلم كښې د نړيوالو معيار هربل ميډيسن پارك جوړېږي۔ د استقباليې خطبه كښې د نسټ رېكټر لېفټېننټ جنرل (ر) نوید زمان اېچ آئی(ایم)، په ګډون كولو او خوښۍ لرلو د وزيراعظم مننه وكړه۔ ده علم او جدت سره د چلېدونكو معيشتونو دې دور كښې د اېس ټي پيز په اهميت رڼا واچوله۔ ده په خاص توګه د سي او اے اېس او د نسټ چيئرمېن مننه وكړه چا چې د دې منصوبې منظوري وركړې او ترسره كولو له ئې د نسټ مرسته وكړه۔ ده په دې قامي منصوبه كښې د خوښۍ په لرلو د وفاقي وزير هم مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : Raging Rhino
متعلقہ مضامین
مزید خبریں