جاپان به د پاكستان نه 14 بېلا بېلو څانګو لپاره هنرمند افرادي قوت درآمد كوي. سيد ذوالفقار عباس بخاري

image

اسلام آباد 21 دسمبر(اے پي پي) سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري وئيلي دي چې جاپان به د پاكستان نه 14 بېلا بېلو څانګو لپاره هنرمند افرادي قوت درآمد كوي. په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د جاپان لخوا د افرادي قوت درآمد سره به پاكستاني كاركوونكو لپاره د تعميراتو، انفارمېشن ټېكنالوجې، نرسنګ، مېنوفېكچرنګ، انجينئرنګ او نورو څانګو كښې د كار كولو موقعې په لاس راشي. ده ووئيل چې دواړه هېوادونه د تجارت، سياحت او افرادي قوت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې ودې لپاره اقدامات كوي چې ورسره به زياتو پاكستانيانو لپاره د روزګار موقعې پېدا شي

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں