د ډاکټر فردوس عاشق اعوان اے پي پي هيډکوارټرز كښې د کرسمس کېك پرې كولو دستورې ته وېنا او خبريالانو سره خبرې

image
APP82-20 ISLAMABAD: December 20 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr Firdous Ashiq Awan talking to media. APP

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي هر څوك چې هم د آئيني حدود نه تجاوز كوي يا د قانون د حد نه بهر اوځي نو د هغې كس په ضد به قانون په حركت كښې راځي٬ د آئين او قانون په دائره كښې حکومت د خاص عدالت جج په ضد سپريم جوډيشنل كونسل كښې ريفرنس دائر كوي٬ وفاقي حكومت به د ادارو خپلو آئيني او قانوني دائره كښې كار كولو لپاره سهولت كاري كوي٬ پاكستان د هېڅ ډول اړي ګړي٬ مبالغه آرائۍ يا په نړيواله كچه د يو منفي تاثر متحمل كېدې نشي ٬ د پاكستان پوله ايز صورتحال او د كورني بحران صورتحال د يو ډيزائن برخي دي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې اے پي پي هيډکوارټرز كښې د کرسمس کېك پرې كولو دستورې ته وېنا او خبريالانو سره كولي۔په دې موقع سي ډي اے لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان ، د اے پي پي منېجنګ ډائريکټر طارق محمود خان ، اېګزيکټو ډائريکټر غواص خان ، د اے پي پي انتظاميه، د اے پي پي يونين عهدېدار او مسيحي ملازمانو په ګڼ شمېره دستوره كښې ګډون كولو۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل بهرني مخالف قوتونه خپلې بيانيې سره د بېلا بېلو دروازو د لارې پاكستان كمزورې كولو لپاره هڅې كوي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په هر ډګر د پاكستان وسله والو ځواكونو په خپلو وينو د امن ډيوه بله كړې او هېواد دښمنه قوتونو ته ئې ماتي وركړې۔ دې ووئيل په معاشي مېدان كښې هم د پاکستان سياسي او عسکري مشرانو د هېواد معيشت ښه كولو او د پاكستان روښانه مخ نړۍ ته ورمخې ته كړې٬ د پاکستان معيشت په سم لوري روان دے۔دې ووئېل پاكستان يو شمېر سيمه ايزو مسئلو او چېلنجونو سره مخ ؤ چې پكښې هند هم په اېف اے ټي اېف كښې د پاكستان بلك اكانومي ګرځولو لپاره فعاله ٶ۔ دې ووئېل زمونږ د وجود په برخه مقبوضه كشمير چې كوم ظلم هند كولو سره د پاكستان دفاعي حصار كمزوري كولو لپاره هڅې كوي د دغې سازشونو مقابله هم روانه ده او په هر ډګر سياسي او عسكري مشران اوږه په اوږه مخ په وړاندې روان دي۔خاص مرستيالې ووئېل په داسې صورتحال كښې يوه داسې پرېكړه كومه چې قانون او آئين سره هم متصادم ده چې پكښې يوه پېرا د كومې چې په يوې مهذبه ټولنه كښې ګنجائش نشته او نه په شريعت كښې اجازه لري۔دې ووئېل د پروېز مشرف په ضد پرېكړه كښې كارولې شوې ژبه د اقدارو منافي ده٬ قانون او مذهب د مړي د بې حرمتۍ بيخي اجازه نه وركوي٬ دې سره په پاكستان پورې ټوقي شوې۔ دې ووئيل د پاكستان حكومت او وزيراعظم د وفاق د ټولو ادارو نمائنده دي او دا اختيار مندې جوړولو او په ادارو كښې همكاري پېدا كولو كښې د كليدي كردار وړ دې۔ د دې نه وړاندې كرسمس كېك پرې كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې په مسيحي ټولنه كښې خوشحالۍ راوستل پاكستان لپاره د دوي د لازواله خدمت اعتراف دے ٬ وزيراعظم تل پاکستان كښې د قانون د سرلوړۍ او د ټولو وګړو د بنيادي حقونو د تحفظ امر كړې۔ خاص مرستيالې ووئېل هم اسلام يوازنې هېواد دے كوم چې د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ د ودې درس وركوي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل قائد اعظم محمد علي جناح پاکستان كښې مېشته ټولو كسانو ته د مذهب٬ ژبې ٬ رنګ او نسل نه پرته د ټولو حقونو د تحفظ ضمانت وركړې ٬ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د آئين له مخې د يو ډول حقونه باوري كوي۔ دې ووئيل پاكستان كښې د مېشته ټولو مسيحي ټولنې پشمول د ټولو اقليتونو پاسپورټ يو ډول دے٬ حكومت به د دوي د مذهبونو تحفظ پحقله ذمه وارۍ ترسره كوي۔ دې مسحي ټولنې ته د كرسمس مباركي وركولو سره ووئيل د اقليتي ټولنې خېر ښګړې لپاره هڅې كوٶ٬ د هېواد په پرمختګ او استحكام كښې د اقليتي ټولنې كردار ستائنې وړ دے۔ دې ووئيل د پاكستان ځالانده څېره او تشخص د رامخې كولو عزم لرو٬ د وزيراعظم عمرا ن خان په مشرۍ كښې د هېواد پرمختګ لپاره كوټلې ګامونه پورته كوٶ٬ د روښانه او پرمختګ كړي پاكستان خوب به خامخا رشتيا كېږي۔په دې موقع ډاکټر فردوس عاشق اعوان د کرسمس په موقع د اے پي پي مسيحي ملازمانو ته د بونس وركولو هم اعلان وكړو۔ په دې موقع سي ډي اے لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان هم وېنا وكړه۔ د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر (ايم ډي) طارق محمود خان ټولو مسيحي ورورولۍ په خاص توګه د اے پي پي مسيحي ملازمانو ته د كرسمس مباركي وركولو سره ووئيل كرسمس د مېنې ٬ امن او سوكالۍ موقع ده

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں