د ډاکټر عارف علوي د هواوے سپروائزري بورډ ممبر سټيون يي سره خبرې

image
APP11-20 ISLAMABAD: December 20 - President Dr. Arif Alvi talking to Member of the Supervisory Board of Huawei Steven Yi, who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي انفارمېشن ټيکنالوجي د قامونو پرمختګ او سوكالۍ لپاره مهمه ده ٬ د ډيجيټل پاکستان تصور په حقيقت بدلولو لپاره د هواوے، انفارمېشن ټېکنالوجي او ټېلي کميونيکېشن او د نورو همكارو ترمېنځه دې مرستې ته وده وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د د هواوے سپروائزري بورډ ممبر سټيون يي سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔ اولس مشر د پاکستان په انفارميشن اېنډ کميونيکيشن ټيکنالوجي انډسټري كښې د هواوے د کردار ستائنه كولو سره د آئي سي ټي ټېلنټ ودې لپاره د دوي د خدماتو ستائنه وكړه۔ ده د ډيجيټل پاکستان تصور په حقيقت بدلولو لپاره د هواوے، انفارمېشن ټېکنالوجي او ټېلي کميونيکېشن او د نورو شراكت دارو ترمېنځه په مرسته زور رواړو۔ په دې لړ كښې اولس مشر ووئيل د اېن آئي ټي بي، ډيجيټل پاکستان ډلې او د اولس مشر آئي سي ټي ټېلنټ ټريننګ پروګرام سره كار كولو لپاره دې هواوے د خپل آئي سي ټي پوهان پاكستان ته راولېږي۔ په دې موقع د هواوے سپر وائزري بورډ ممبر اولس مشر د كمپنۍ لخوا سږ كال په نړيواله كچه د پرله پسې نمو نه خبر كړو او پاکستان كښې د آئي سي ټي صنعت، د ټيکنالوجي ټرانسفر او د آئي سي ټي ټيلنټ ټريننګ په اړه ئې هم ووئيل۔ ده ووئيل د هواوے ټيکنالوجي ټرانسفر او آئي سي ټي اکيډميز سره سره به د اولس مشر د مصنوعي ذهانت او کمپيوټنګ اقداماتو د لارې د ځائي آئي سي ټي ټېلنټ ودې لپاره كار روان ساتلې شي

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں