د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د فاطمه جناح پارك د دورې په موقع خبرې

image

اسلام آباد 21 دسمبر(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د چيف الېكشن كمشنر مسئله به زر حل شي، د نړۍ په تاريخ كښې په كشمير دردونكې باب رقم كېږي، د اسلامي امت ذمه واري ده چې كشميريانو سره ودرېږي، مودي د هټلر په فلسفه روان دے، په هند كښې د متنازعه قانون په سبب په مسلمانانو كښې بې آرامي ده. ده دا خبرې د خالي په ورځ د فاطمه جناح اېف نائن پارك د دورې كولو په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې په كشمير د نړۍ د تاريخ يو دردونكې باب رقم كېږي، پرله پسې كرفيو لګول شوې، خلق د خپلو حقونو نه محروم دي، د اسلامي امت ذمه واري ده چې كشميريانو سره ودرېږي. ده ووئيل چې مودي د هټلر په فلسفه روان دے، د هند پارلمان د قانون په ضد قرارداد پاس كړے، بايد نړۍ د دې نوټس واخلي. ده ووئيل چې په هند كښې تور قانون پاس كړے شوے. په هند كښې چې څومره ظلم كېږي، نړۍ ئې ويني. حكومت به د كشمير په معامله په هر فورم غږ پورته كوي.

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں