اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) په سېنېټ ??ښې د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه ظفر ا??حق وئېلي دي چې قائداعظم محمد علي جناح يو عظيم ليډر او سټېټ مين و٬د هغه په افكارو عمل كولو سره بې شمېره مسئلې حل كېدې شي٬ د قائداعظم د كشمير پھ اړه تحفظات رېښتوني ثابت شوي٬ د كشمير مسئلې په اړه د هېواد ټول سياسي ګودونه٬ادارې او قوم يو موټې دي٬د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قرادرادونو له مخې حل كېږي۔ د دې خيالاتو څرګنونه ده د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سيوري لاندې د اسلام آباد په ځايي هوټل ??ښې سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ راجه محمد ظفرا??حق ووئيل چې د پاكستان پھ سياسي ګوندنو ??ښې اختلافات ضرور دي خو د كشمير مسئلې په اړه مونږ٬ټولې ادارې او ټول قوم يو موټې يو۔ ده ووئيل چې خپل ځان ته جمهوري هېواد ويونكې هند د خپل اقدام په سبب په ګرده نړۍ ??ښې بې نقابه شوے٬مقبوضه كشمير سره سره هند ??ښې اوسېدونكو اقليتونو سره د غېر انساني سلوك څخه د د هغوي په ضد پھ ګرده نړۍ ??ښې غږ پورته كول پیل شوي٬د بېلو هېوادونو په پارليمانونو ??ښې هم د هند په ضد غږ پورته كېدل پېل شوي كوم چې د پاكستان او كش??ير??انو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل چې بنګله دېش سره خپل?? اړيكې ښه والي لپاره اقدامات كول كول پكار دي او د موجوده وزيراعظم وژن هم دغه دے او پھ د?? اړه هغه د بنګله دېش وزيراعظم سره ټېليفوني تماس نيولو سره د هغه تپوس پوښتنه هم كړې۔ راجه محمد ظفرا??حق ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح په ژوند او خذماتو مونږ له كتابونه پھ بېلو هېوادونو ??ښې خپرول پكار دي او د كشمير پھ اړه دې هم كتابونه ګردې نړۍ ته ولېږلې شي دغسې چې د مسئله په بشپړه ډول رامخې ته كړی شي۔ سېمينار ته د وېنا كولو په مهال د كمشير كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام ووئيل چې د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كېږي۔ كش??ير?? اولس د كال 1947 څخه تراوسه د آزادۍ په هڅو ??ښې د لكونو په شمېر قربانۍ وركړې دي٬اوس وخت راغلې چې نړيواله ورورولي د دې مسئلې حل رايستلو لپاره اقدام وكړي۔ سېمينار ته د حريت مشرانو هم وېنا وكړه۔