په فقير والا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 5 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي

image

فقير والا 28 دسمبر(اے پي پي) په فقير والا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 5 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي. نجي ټي وي چېنل له مخې دا پېښه د فقير والا په لطيف آباد اډه سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د فورټ عباس نه لاهور ته تلونكې د مسافرو بس د سختې لړې په وجه چپه شو. په پېښه كښې 5 كسان په ټكي مړه او 20 ژوبل شول. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي.

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں