ګوجرخان۔ 31 جنوری (اے پی پی) ګوجر خان كښې د يو موټر د سړك په غاړه ولاړ ټرك سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه شوي۔ د نج?? ټي وي چېنل له مخې په ګوجر خان ج?? ټي روډ يو تند رفتاره موټر د سړك په غاړه ولاړ ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې د درې وروڼو په شمول 4 كسان په ځائ?? مړه شول۔ د پوليس له مخې دا پېښه د موټر د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوه۔ د رېسكيو ډلو د حق رسېدليو مړي نزدې روغتون ته رسولې دي