اسلام آباد 15 فر??ري (اے پ?? پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پخواني ملګري نعيم الحق مرګ يو لوي زيان دے، د هغه وفات سره يوه لويه خلا پېدا شوې. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل ټويټ ??ښې وزيراعظم ووئيل چې د تحريك انصاف په 23 كلنو هڅو ??ښې نعيم الحق زما ملګرے پاتې شوے، هغه د پي ټي آئي په لس باني خلقو ??ښې شم??رل كېدو، هغه ګوند سره ډېر مخلص و. وزيراعظم ووئيل چې نعيم الحق په هر سخت وخت ما سره و. نعيم الحق جرات او حوصلې سره د تېرو دوه كلونو په مهال د كېنسر مقابله كړې. هغه تر وروستې سلګۍ د ګوند په معاملو ??ښې په پوره ډول شامل و او چې تر څو ممكنه وه، د كابينې په غونډو ??ښې ئې ګډون كړے. وزيراعظم ووئيل چې د نعيم الحق وفات سره يوه لويه خلا پېدا شوې.