لاهور۔22 مارچ(اے پی پی) د مسلم ليګ نون صدر شهباز شريف لندن څخه هېواد ته رارسېدو څخه سمدستي وروستو ق??نط??نه ته لاړو۔ ده ماډل ټاؤن لاهور كښې د خپل كور تر يوې كوټې ځان محدود كړو او تر څلورو پنځو ورځو به دې چا سره ملاقات نه كوي۔ ده سياسي لار??ود هم ملاقات څخه منع كړې دي۔ شهباز شریف د پرواز پی کے سیون اېټ سېکس د لارې اسلام آباد ته راورسېدو او دې ځائې څخه د موټروے د لارې لاهور ته ورسېد۔ هېواد ته رارسېدو څخه وروستو په ټويټر خپل پېغام كښې ده ووئيل زه د نواز شريف د درملنو لپاره لندن كښې وم۔ ده په اولس زور راوړو چ?? دوئي دې يو بل څخه فاصله ساتي او خپلو كورونو كښې دې ناست پاتې كېږي۔ لیګی لار??ود عطا تارړ ووئيل شهباز شریف خپل ځان 4 څخه تر 5 ورځو ق??نط??نه كړې دې او د ګوند لار??ود ئې هم ملاقات كولو څخه منع كړې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د مخالف?? ډلې مشر تېر كال د نومبر مياشت كښې د نواز شريف د درملنو په غرض هغه سره لندن ته تلې وو او حكومت او د پيپلز ګوند سره سره دده د خپل ګوند غړو هم دا وئيل چې شهباز شريف بايد هېواد ته بېرته راشي۔