پېنډي 16 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د حکومت متوازن تږ لارې سره د كرونا خپرېدو مخ نيوي له ??رسته ترلاسه شوې ، د هېواد معيشت ځينې مهمې څانګې پرانستلو سره به اولس ته د روزګار موقعې په لاس ورشي، اولس دې د اوسني چېلنج مخنيوي لپاره د نظم اوضبط څرګندونه وكړي، اولس دې په حكومتي هدايات عملدرآمد باوري كړي، زمونږ قام به د ماضي غوندې دې ازمېښت څخه په كاميابۍ سره رابهر شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه پېنډۍ رېلوے سټېشن كښ?? د راشن تقسيمولو دستوره ته خپلې وېنا كښ?? وكړه۔ په دې موقع د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد، ډاکټر ثانيه نشتر او عون عباس بپي هم موجود وٶ۔ صدر د بې وسه او خواري كښ طبقې لپاره د رمضان ريليف پېكج په اهتمام كولو د انتظاميې د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل د خېرښګړې د كارونو تشهير څخه په اولس كښ?? اميد راپېدا كېږي او دوي ته معلومېږي چې ھغوي لپاره كار كېږي۔ ده ووئيل پاكستان كښ?? د خېرښګړې كارونه خپل تاريخ لري٬ اوسنې حكومت د احساس پروګرام له ??خې يو كروړ شل لكه كورنيو ته مرسته رسوي دغسې به دا پروګرام د اوه نه تر اته كروړه اولس ته ورسيږي ۔ ده ووئيل د پاكستان وسائل كم دي٬ په تېر شل پنځويشت كالو كښ?? د هېواد پرمختګ لپاره كار نه دې شوې چې په سوب ئې مسئلې زياتې شوي خو حكومت د دې مسئلو حل لپاره سنجيده اقدامات كوي۔ ده ووئيل د قامونو لپاره د ازمېښت وخت دے خو زه باور لرم چې زمونږ قام به د دې سخت وخت نه د وتلو تاريخ رقم كړي ۔ صدر ووئېل مونږ د افغان كډالو د زړه د اخلاصه كوربتوب كړې او دغسې مونږ د ترهګرۍ په ضد اوږد جنګ كښ?? هم كاميابي تر لاسه كړې ٬ زمونږ ايمان دا دے چې الله به مونږ د دې ازمېښت نه هم اوباسي۔ ده ووئيل د لاك ډاٶن په صورتحال كښ?? اوسني حكوم?? او د وزيراعظم عمران خان حكمت عملي متوازن ده۔ ده ووئيل د كرونا وائرس لاره نيولو سره سره د معيش?? او ټولنې د بې وسه طبقو سهارې لپاره اقداماتو ته ضرورت ٶ او دې لپاره وزيراعظم په وخت سمه پرېكړه كړې او ځېنې ضروري څانګې ئې پرانستې دي كومو كښ?? چې به د احتياط سره د كرونا وائرس مخنيوي وكړې شي او اولس ته به د روزګار موقعې په لاس ورشي۔۔ صدر داكټر عارف علوي ووئيل د کرونا وائرس څخه په رامخې ته شوي صورتحال كښ?? علماﺀ كرامو زيات مهم كردار لوبولے دے او د راتلونكې لائحه عمل لپاره به وزيراعظم او علماﺀ كرام په ګډه پرېكړه كوي٬ د توازن له ??خې په روژه كښ?? په جوماتونو كښ?? تراويح په اړه حتمي پرېكړه به كولې شي۔ اولس مشر ووئيل د كرونا وباء مخنيوي نه پس ز?? باور لرم چې زمونږ قام به د وړاندې نه زيات قوي او د خوشحال قام په توګه رامخې ته شي۔ صدر ووئيل قام ته غږ كوم چې د لوي څښتن نه بخښنه اوغواړي او د دې وباء مخنيوي لپاره د نظم او ضبط څرګندونه وكړي۔ په دې موقع صدر د رېلوے پرمختګ لپاره د وفاقي وزير د هلو ځلو او د كار ستائنه كولو سره باور وركرو چې ايوان صدر به په دې لړ كښ?? خپله ??رسته او ملاتړ روان ساتي۔