اسلام آباد 15مئي (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرس??يا?? ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي د شپږو نه تر اتو اوونيو به پاكستان كښې د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره داروګان جوړېدل پېل شي٬ پاکستان كښې به رنځورانو او طبي كاركنانو له د وبا مخ نيوي لپاره جديدې آسانۍ ترلاسه شي٬ د امريکې کمپنۍ د پاکستان بي اېف بائيو سائنسز كمپنۍ ته د كرونا وائرس د داروګانو جوړولو اجازه وركړې ، نړۍ كښې دوو هېوادونو ته د داروګانو جوړولو اجازه وركړې شوې چې پاکستان په كښې اول دے ٬Gilead سوئيلي آسيا كښې پنځو مېنو فېكچررز سره لوظنامې كړي، دا اقدام د پاكستان صحت څانګې ٬ معاشي او سفارتي مېدان له مهم پېش??فت دے۔ د جمعې په ورځ د قامې روغتيا خاص مرس??يا?? ډاكټر ظفر مرزا، د تجارت مرس??يا?? عبدالرزاق داٶد او د فارماسېوټيكل كمپنۍ مشر عثمان خالد پ?? نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سينټر كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل د كرونا رانځورانو لپاره لوي پېش??فت دا دے ??ې دوي لپاره دارو جوړ شول، د امريکې ګلېډ کمپنۍ اېنټي وائرل دارو ريمډيسيور پاكستان ته د جوړولو اجازه وركړې ده٬ د دې نه وړآندې دا دارو د امريكې جي اېس آئي كمپنۍ جوړول٬ ګلېډ د پاکستان مينوفيکچررز بي اېف باييو سائنسز لميټډ سره لوظنامه كړې او يو اېس اېف ډي اے لخوا د تجربې په بنياد د داروګانو جوړولو اجازه وركړې وه۔ دوي ووئيل د مئي په اتمه نيټه د جاپان چارواكو هم د دې دارو منظوري وركړې وه٬ د ډرګ رېګوليټري اتھارټۍ منظورۍ نه پس به کمپني دارو جوړول پېل كړي۔دوي ووئېل اتهارټي په ترجيحي بنيادونو د قانوني كاروائۍ نه پس به کمپنۍ ته د داروګانو جوړولو اجازه وركوي