اسلام آباد ۔ 30مئی (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر او د مخالفې ډلې مش?? شهباز شر??ف يوه ورځ كښې د كورونا دلاسه د 78 كسانو په مرګ غمرازي او د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل چې د مړو زياتېدونكې ??مېره د اندېښنې وړ ده۔ په دې صورتحال كښې ډاكټر او هر يو شعور لرونكې وګړے پرېشانه دې۔ د شر??كو ګټو كونسل غونډه دې په سمدستي توګه راوبللې شي او د وفاق او صوبو په كچه دې د حالاتو جاج اخستو له ګامونه پورته كړې شي۔ ده د حق رسېدليو كسانو بخښنې له دعا او غمجنيو كورنيو سره غمرازي وكړه۔ ده ووئيل د كورونا په ضد د جنګ كوؤنكو ډاكټرانو په زياته شمېره كښې مړه كېدل هم د اندېښنې وړ دي۔ شهباز شریف ووئيل مونږ ته په خپلو شهيد شويو ډاكټرانو او لوريانو وياړ دے۔ لوئے څښتن دے دوئي ته جنت الفردوس كښې اعلی مقام او ددوئي كورنيو ته د زغم توفيق وركړي