په پي اېس ډي پي كښې اسلام آباد او پېنډې ته د تربېلا بند څخه اوبه راوستلو لپاره 400 مليونه روپې فنډ بېل كړے شوے

image

اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) په پي اېس ډي پي كښې اسلام آباد او پېنډې ته د تربېلا بند څخه اوبه راوستلو لپاره 400 مليونه روپې فنډ بېل كړے شوے. د كورنيو چارو وزارت ذريعو له مخې وفاقي حكومت د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې دې پروژې لپاره 400 مليونه روپې بېلې كړې دي. په پروژه به مجموعي لګښت 1248.110 مليونه روپې راځي. د تېر مالي كال په بجټ كښې د دې پروژې فزېبلټي راپور ﴿پي سي ون﴾ لپاره دوه اربه روپې بېلې كړې شوې وې. د غبرګو ښارونو اسلام آباد او پېنډې اولس د حكومت د دې پرېكړې ستائنه كړې ده او وئيلي ئې دي چې دې پروژې سره به د دې ځائ د اولس پخوانې غوښتنه پوره شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں