اسلام آباد 27 جون (اے ??ي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې د تېلو په بېعه كښې په نړيوالو منډيو كښې د شوې اضافې په تناسب سره مو كمه ا??افه كړ??، په پاكستان كښې د تېلو بېعې په سوئيلي اسيا كښې تر ټولو كمې دي، د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په د??ر كښې د مافياز سرپرستي شوې او د پلټنو په عمل كښې خنډ پېدا كړ?? شوے. د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د تېلو په بېعه كښې په ا??افه پاليسي بيان وركولو سره د?? ووئيل چې حقائق دا دي چې د اوپېك په باسكټ بېعه كښې 48 فيصده ا??افه شوې. په نړيوال ماركيټ كښې په 46 ورځو كښې د تېلو په بېعه كښې 112 فيصده ا??افه شوې. كه په دې شرح مو په پاكستان كښې اضافه كوله نو دا 41 روپې جوړېده، خو حكومت د پېټرول په بېعه كښې د 41 په ځائ 25 روپې او د ډيزل په بېعه كښې د 24 روپې په ځائ د 21 روپې اضافه كړ??. ده ووئيل چې سره د دې هم نه يوازې په نيمه وچه كښې بلكې د سوئيلي اسيا په مقابله كښې هم په پاكستان كښې د پېټروليم مصنوعاتو بېعې ټيټې دي