اسلام آباد ۔ 2 جولائی (اے پی پی) د كابينې د نجكاري كمېټۍ د نيويارك هېټن سيمه كښې د پي آئي اے ملكيتي روزوېلټ هوټل په بنيادي توګه د آفس ټاور ٬ ريټېل يا د شريك ملكيت په توګه د كارولو او د ډويلپ كولو وړاندېز مخ په وړاندې بوتللو لپاره د مالياتي صلاحكار خذمات ترلاسه كولو پرېكړه كړې ده۔ د كابينې د نجكارۍ كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د نيويارك مېن هېټن سيمه كښې د پی آئی اے د ملکیتی روزوېلټ هوټل د نجكارۍ جاج واخستلے شو۔ غونډه كښی د اېوي اېشن ډويژن په خواست د نجكارۍ وزیر په چئیرمېن شپ كښې جوړ كړي روزوېلټ ټاسک فورم ډی نوټیفائی كړے شو۔ دا ټاسك فورس د روزویلټ هوټل په لیز د وركولو په لړ كښې جائنټ وېنچر پراجېکټ لپاره د حدود او قيود تعين لپاره جوړ كړے شوے ؤ۔ كمېټۍ د جولائی 2019 مېسرز ډی لوائیټ راپور په رڼا كښې د معاملاتو پېل كولو لپاره د مالياتي صلاحكار د خذماتو ترلاسه كولو پرېكړه وكړه۔ غونډه كښې سپارښتنه وشو چې د مېسرز ډی لوائیټ هوټل ټرانزېکشن له دې سټډي راروانو څلورو اوونيو كښې اپ ډېټ كړې شي او تفصيلات څخه دې كمېټي خبر كړې شي