اسلام آباد ۔ 2 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي تر دې دمه هېواد كښې د يو کروړ 23 لکه 6 زره خواري كښو ترمينځه 148 ارب 99 کروړه نه زياتې روپۍ وېشلې شوي۔ خپل بيان كښې دې ووئيل آزاد جموں و کشمیر كښې 2 لکه 1 زر نه زياتو كسانو له 2 ارب 46 کروړه نه زياتې او بلوچستان كښې 7 ارب 57 کروړه نه زياتې روپۍ 6 لكه 23 زره نه زياتو كسانو له وركرې شوي ۔ دغسې ګلګت بلتستان كښې 87 زره نه زياتو كسانو له يو ارب 7 کروړه نه زياتې او اسلام آباد كښې 64 زره نه زياتو كسانو له 78 کروړه نه زياتې روپۍ وركړې شوي ۔ دغسې په خېبر پختو نخوا كښې 25 ارب 81 کروړه نه زياتې روپۍ 21 لکه 26 زره نه زياتو كسانو له وركرې شوي ۔ پنجاب كښې 54 لکه 91 زره نه زياتو كسانو له 66 ارب 47 کروړه نه زياتې او په سندھ كښې 37 لکه 10 زره نه زياتو كسانو له 44 ارب 75 کروړه روپۍ وركړې شوي