اسلام آباد ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د اېن سي او سي ډلې غونډه صوبائي سرښار لاهور كښې نن د ګل په ورځ كېږي۔ د اېن سي او سي جوړېدونه وروستو كومه صوبه كښې دا اولنۍ غونډه ده۔ دا ډول غونډې به نورو صوبائي سرښارونو كښې هم كولې شي۔ په صوبائي سرښار كښې كېدونكې د دې غونډې مقصد د كورونا وبا په ضد د قامي يو والي ٬ په مسئلو د پوهېدو او همغږي پېدا كولو سره سره د كورونا په ضد د صوبو كاركردګي ستائل دي۔ لاهور كښې كېدونكې غونډه كښې به د لوئے اختر په موقعه په اېس او پيز د عمل درآمد او د څاروو منډيانو انتظام په اړه ټولې صوبې بريفنګ وركوي۔ د اېن سی او سی نېشنل کوآرډینېټر لېفټېننټ جنرال حمود الزمان او د اېن سی او سی کور ډلې سره سره داخله وزير بریګېډئر ریټائرډ اعجاز شاہ ، ډاکټر فېصل سلطان ، د پنجاب اعلی وزير عثمان بزدار, د پنجاب د قانون وزير, د روغتيا وزير, د پنجاب ستر سېكتر, او د پنجاب پوليس آئي جي ګډون كوي۔ د نورو صوبو او د پنجاب د نورو ادارو نمائندګان به د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كوي۔ غونډه كښې به پنجاب كښې د هاټ سپاټ اېریاز او کنټېکټ ټرېسنګ سره سره په ټېسټنګ حكمت عملۍ هم غور كولې شي