اولس بايد اختر په سادګۍ سره ولمانځي۔ په حفاظتي اقداماتو او اېس او پيز دې عملدرآمد وكړے شي

image

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه اولس ته لوي اختر په سادګۍ سره د لمانځلو او په حفاظتي اقداماتو او اېس او پيز د عملدرآمد كولو خواست كولو سره وئيلي دي په دې لړ كښې بې غوري سخت صورتحال سره د مخ كېدو سبب ګرځېدې شي۔ په وباﺀ قابو موندلو له د اولس مرسته ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د پېښور دورې په مهال د لوي اختر په حقله د ترتيب كړو اېس او پيز جاج اخستو سره د ماډل څاررو منډي دورې په موقع وكړه۔ ده ووئيل په كورونا كېسونو كښې په كمي رامخې ته كېدو د خېبر پختونخوا حكومت د هڅو ستائنه كوؤ۔ داخله وزير اعجاز احمد شاه صوبې ته د وفاق لخوا د هرې ممكنې مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل مونږ له به د يو قام په حېث د دې وباﺀ مقابله كول وي۔ ده ووئيل په حكومتي كچه د اولس ساتنې له ټولې ممكنه هڅې كوؤ۔ ده ووئيل په وباﺀ قابو موندلو لپاره د اولس مرستې ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں