پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف مشن مشر د وزیراعظم صلاحكار ملك امین اسلم سره ملاقات

image

اسلام آباد 21 جولائی (اے پی پی) پاكستان كښې اروپائي ائتلاف مشن مشر اَنے مارچل د وزیراعظم د موسمي بدلون صلاحكار ملك امین اسلم سره د نهې په ورځ ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال ماحولیات، موسمی بدلون ، ډیزاسټرمینجمینټ، ګرین اكانامك ركوری، رنیو ایبل انرجی، د اونو بوټو او جنګلی ځناورو تحفظ او افزائش په اړه شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو په اړه په تفصیل سره خبرې شوي۔ ماحولیات او د ګرین روزګار موقعو راپیدا كولو په اړه د اړوندو منصوبو پشمول بيلو څانګو كښې د مرستې په وړانديز صلاحكار ملك امین اسلم پاكستان كښې د اروپائي اتئلاف مشر ستائنه وكړه۔ ملك امین اسلم ووئيل د موسمي بدلون وزارت په دې څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو سره د اروپائي ائتلاف د تجربو څخه زدكړې لپاره په ګډه كار كوي۔ ملك امین اسلم د اروپائي ائتلاف مشن مشر پاكستان كښې د وزیراعظم عمران خان د ګرین او كلین وژن تفصیل نه خبر كړو۔ امین اسلم د اروپائي ائتلاف مشن مشر اَنے مارچل هيواد كښې د ټرانسپورټ سسټم نوي كولو لپاره د نیشنل الیكټرك وهیكل پالیسۍ ، د ځنګلونو تحفظِ او د ځنګلي ځناورو په اړه د ټین بلین ټری سونامی پروګرام او د معاشی ګټې څخه خبر كړو

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں