اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د اروپائي اېتلاف د سېفټي ادارې لخوا د پي آئي اے په پروازونو بندېز يوه سنجيده معامله ده، مونږ به اپيل كوو ، اروپا لپاره به د پي آئي اے پروازونه زر پېل شي، د پائيلوټانو د معاملې متنازعه كولو هڅه شوې، سترې محكمې په كال 2018م كښې په خپله نوټس اخستے ؤ، د پي آئي اے نجكاري به نه كېږي بلكې د دې تنظيم نو به كولې شي، پي آئي اے په پښو د ودرولو هڅې كوو، كومو خلقو چې په لائسنس لاسليك كړے، د هغوي په ضد به هم كارروائي كولې شي او ذمه وارو ته به ځواب وركول وي، مونږ كوم سياسي مقاصد نه لرو، د انساني ژوند محفوظولو ته پام لرنه كوو ، د پارلمان د غړو نه به هم رائې اخلو. د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټرز رضا رباني، جاوېد عباسي او د مير كبير احمد محمد شاهي د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان ووئيل په كال 2009م كښې هم اروپا لپاره زمونږ پروازونه بند شوي وو او د پي آئي اے نګراني كولې شوه. ده ووئيل پي آئي اے په تېر وخت كښې چې څنګه چلولې شوې، ټولو ته معلومه ده. نن پاتې پي آئي اے د 262 اربه روپو مقروض ده. ده ووئيل اروپا لپاره د پي آئي اے د پروازونو د معطلې معامله سنجيده ده، په دې عملدرآمد د جولائي د وړومبې نېټې نه پېل شوے او د اګست تر 30مه نېټه مونږ وخت لرو، د وخت نه وړاندې مشاورت كولے شي۔