اسلام آباد ۔ 27 جولائی (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د سېنېټ هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د بزنس اېډوائزري كمېټۍ غونډه كښې ډپټی چیئرمېن سېنېټ سلیم مانډوی والا، سېنېټر ډاکټر شزاد وسیم، سېنېټر بېرسټر محمد علی سیف، سېنېټر سرا ج الحق، سېنېټر انوار الحق کاکړ،سېنېټر ستارہ ایاز،سېنېټر عبدالغفوری حېدری، سېنېټر مشاهد اللہ خان ګډون وكړو۔ غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د مقبوضه کشمیر اولس سره يووالي له د سېنېټ خصوصي غونډه به د اګست په5 مه نېټه رابللې شي كومه كښی به چې مقبوضه كشمير كښې روانو هندي ظلمونو او په تش لاسو كشميريانو د قابضو ځواكونو بربريت پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولے شي۔