مودی د كشمير هضم كولو ايجنډې تر مخه مخ په وړاندې روان دے۔ اولس دے 5 اګست د تورې ورځې په توګه ولمانځي

image

اسلام آباد ۔ 28 جولائی (اے پی پی) د جماعت اسلامي (آزاد كشمير) امير ډاكټر خالد محمود خان وئيلي دي نرېندر مودی د كشمير هضم كولو ايجنډې تر مخه مخ په وړاندې روان دے۔ د پاكستان حكومت دے د پارلېمنټ غونډې رابللو سره د کشمیر آزادی له تګلاره وضعه كړي۔ په 4 اګست دې اسلام آباد كښې د جماعت اسلامي پاكستان ترسېوري لاندې کشمیر قومی مشاورت كښې د پاكستان قومي قيادت ،آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان او حریت قيادت په ګډه د كشمير آزادۍ له لائحه جوړه كړي۔ په 5 اګست دې ټول اولس توره ورځ ولمانځي۔ده ووئېل هند په 5 اګست د نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو خلاف ورزي كولو سره د خپل آئين دفعه 370 او 35A ختمولو سره د كشمير انډين يونين كښې د ضم كولو ناوړه ګام پورته كړے۔ كشميري اولس به دا ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځي۔ ده وئيل په كشميريانو د هند لخوا روان ظلمونه په نړيواله كچه رامخې ته كولو له د پاكستان حكومت بايد مؤثره پالېسي خپله كړي۔ دوهم خارجه وزير دے غوره كړے شي كوم چې هره ورځ مقبوضه كشمير كښې د روانو هندي ظلمونو نه نړيواله ورورولي خبر كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نېشنل پرېس کلب اسلام آباد كښې خبري كنفرنس كښې وكړه۔ پرېس كنفرنس ته ده ووئيل كشمير كښې نرېندر مودي لاك ډاؤن كولو سره د كشميري اولس ژوند لنډ تنګ كړے۔ په نړيواله كچه د چا لخوا د نوټس نه اخستلو په سبب لوي څښتن ګرده نړۍ لاك ډاؤن سره مخ كړې ۔ ده ووئېل نړۍ بايد دا احساس ولري چې كشميرے اولس د لاك ډاؤن د لاسه څومره ستونزو سره مخ دے۔ ده ووئيل هند چې كشمير كښی كوم ظلمونه كوي د دغې په بنياد دے په نړيواله كچه هند انصاف سره مخ كړے شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں