اسلام آباد ۔ 6 اګست (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 727 رنځورانو ټېسټونه مثبت راغللي او 21 كسان د دې وباﺀ د لاسه مړه شوي ۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري كړو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 15 زره ټېسټونه وكړے شول كومو كښې چې د سندھ 5 زره 436، پنجاب 5 زره 424، خېبرپختونخوا يو زر 140، اسلام آباد 2 زره 404، بلوچستان 221، ګلګت بلتستان 74 او د آزاد کشمیر 302 ټیسټونه شامل دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د کووې ډ۔19 څخه د ښو شوو شمېره 2 لکه 56 زره 58 ته رسېدلې ۔ هېواد كښې د کووېډ۔19 رنځورانو له په خاص كړے شوو يو زر 859 وېنټیلېټرز 149 رنځوران پراته دي۔ دا مهال هېواد كښې د کووېډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 19 زره 770 ده۔ تر دې دمه هېواد كښې د كورونا رنځورانو ټوله شمېره 2 لکه 81 زره 863 ده كومو كښې چې د آزاد کشمیر 2 زره 116، بلوچستان 11 زره 793، ګلګت بلتستان 2 زره 234، اسلام آباد 15 زره 141، خېبر پختونخوا 34 زره 359، پنجاب 93 زره 847 او سندھ 1 لك 22 زره 373 رنځوران شامل دي۔ هېواد كښې د كورونا د لاسه تر دې دمه 6 زره 35 كسان مړه شوي كومو كښې چې د سندھ 2 زره 245 ٬ پنجاب 2 زره 162 ٬ خېبر پختونخوا 1 زر 215 ٬ اسلام آباد 167، بلوچستان 136 او ګلګت بلتستان 55 رنځوران شامل دي۔ آزاد کشمیر كښې ټول 55 كسان مړه شوي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا 20 لکه 58 زره 872 ټېسټونه شوي۔ ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 درملنو له خاص كړے شوو روغتونونو كښې 365 رنځوران درملنو ته بستر دي۔