سرینګر ۔ 16 اګست (اے پی پی) مقبوضه جموں وكشمير كښی كل جماعتي حريت كنفرنس وئيلي دي چې كشميري اولس د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځی په توګه لمانځلو سره ګردې نړۍ ته په ډاګه كړې ده چې هغوي د هند جبري قبضه په هېڅ صورت منلو ته تيار نه دي بلكې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د خپلو هڅو روانو ساتلو عزم لري۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د كل جماعتی حریت کانفرنس سېکرټری جنرل مولوی بشیر سرینګر كښې جاري شوي يو بيان كښې ووئيل چې د كشمير مسئله د كشميري اولس د مرګ او ژوند او د خپلواكۍ مسئله ده كومه ځې هند هم د سلامتي كونسل د قراردادونو په صورت كښې منلې ده۔ ده د بشري حقونو په نړيوالو تنظيمونو زور راوړو چې هغوي دې هند كښی د رياستي ترهګرۍ او د بشري حقونو د خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ ده وئيل د هندي ظلمونو باوجود د كشميري اولس حوصلې دنګې دي او هغوي به خپل مقصد ترلاسه كېدو پورې خپلې هڅې روانې ساتي