په هره څانګه كښې د حكومت كاركردګۍ په ليدلو اپوزيشن چغې وهي٬ پخوانو حكومتونو د توان څانګې بهترې لپاره هيڅ نه دي كړي

image
APP38-17 ISLAMABAD: August 17 – Federal Minister for Power and Petroleum Omer Ayub addressing a press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 17 اګست (اے پی پی) د برېښنا او توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي په هره څانګه كښې د حكومت كاركردګۍ په ليدلو اپوزيشن چغې وهي٬ پخوانو حكومتونو د توان څانګې بهترې لپاره هيڅ نه دي كړي٬ د برېښنا په څانګه كښې اصلاحات او صارفينو ته د برېښنا رسنې نظام ښه كولو ګټه به صنعتونو ته ورسيږي ٬ اصلاحاتو سره به په ګرځينده قرض كښې كمے راشي٬ آئي پي پيز سره د برېښنا پېداوري لګښت په اړه لوظنامه شوې٬ برېښنا پېدا كوونكې سركاري كمپنې به هم په خپلو نرخونو نظرثاني كوي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د وزيراعظم د برېښنا خاص مرستيال شهزاد قاسم سره خبري كنفرنس ته وېنا كولو په مهال وكړې۔ عمر ايوب خان ووئيل د برېښنا په لګښت كښې كمے راوستل د اصلاحاتو برخه ده٬ د رسنې نظام ښه كولو لپاره به هم په تندې سره اقدامات روان دي۔ ده ووئيل پخوانو حكومتونو د برېښنا څانګې ستونزې حل كولو ته كوم پام نه دے كړے۔ مونږ آئي پي پيز سره مذاكرات وكړل او په وړومبي ځل د هېواد په ګټه شريكې معاملې مخ په وړاندې بوتللے شوي۔ ده ووئېل د كال 1994م ٬ 2002م او د كال 2006م د آئي پي پيز په لوظنامو نظرثاني وكړې شوه۔ په راتلونكو درېو اونيو كښې به د برېښنا په څانګه كښې اصلاحات ته حتمي شكل وركړے شي۔ده ووئېل د اصلاحاتو پېكج كښې د سركاري پېداواري كمپنو په نرخونو نظرثاني هم شامله ده۔ ده ووئيل وزيراعظم غواړي چې په اولس د برېښنا د بېعې بوج رانشي

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں